لټون

کارپوهان: پاکستان پر افغانستان د بریدونو له لارې خپلې کورنۍ ستونزې پټوي

2 تله 1405 - 11:37 86 views
کارپوهان: پاکستان پر افغانستان د بریدونو له لارې خپلې کورنۍ ستونزې پټوي

دوی پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه د پاکستان د استخباراتي ادارې، ای‌اېس‌اې، د یوې طرحې برخه بولي او ادعا کوي چې اسلام‌اباد له دې لارې د کورنیو ستونزو ترڅنګ غواړي په سیمه کې خپل پوځي او امنیتي تمرکز هم بدل کړي.

کارپوهانو ادعا کړې چې پاکستان غواړي د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د روان کړکېچ په اړه له خپلو پوځي ژمنو سره د مخامخ کېدو له فشار څخه ځان وباسي. پاکستان له سعودي عربستان سره د دفاعي همکاریو تړون لري او په وروستیو اوونیو کې یې له ایران سره هم د حوثیانو او سعودي عربستان پر وضعیت خبرې کړې دي.

دوی همداراز د کوهاټ وروستۍ چاودنې ته اشاره کړې او ادعا کوي چې دغه پېښه د پاکستان د استخباراتي ادارې له خوا ترسره شوې وه، څو د دوی په وینا، د افغانستان پر وړاندې د نوي کړکېچ لپاره زمینه برابره شي.

په دغه برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر ټپیان شوي وو. د پاکستان چارواکي وايي، برید کوونکو له چاودېدونکو توکو ډک موټر کارولی او وروسته یې د پولیسو پر مرکز برید کړی و.

پاکستان ادعا کوي چې د کوهاټ برید له افغانستان سره تړاو لري او د دغه برید یو بریدګر یې افغان وګړی بللی دی؛ خو د برید د تنظیموونکو او د افغانستان د حکومت د مستقیم لاس لرلو په اړه بېلابېلې ادعاوې شوې دي.

پاکستان د کوهاټ له برید وروسته د سپټمبر په ۲۱مه په کونړ او پکتیکا کې هوايي بریدونه کړي او ویلي یې دي چې د وسله‌والو پټنځایونه یې په نښه کړي دي. اسلام‌اباد د دغو عملیاتو پر مهال د ۲۸ وسله‌والو د وژلو ادعا کړې، خو دغه شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. ملګرو ملتونو بیا په دغو بریدونو کې د لږ تر لږه درېیو ملکي وګړو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د افغانستان پر خاوره د پاکستان د بریدونو دوام ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا زیات کړي. دوی ادعا کوي چې که پر افغانستان د بریدونو لړۍ دوام وکړي، د اسلامي امارت ځواکونه به د پاکستان مهم پوځي او ملکي تاسیسات په نښه کړي.

تر اوسه د پاکستان د مهمو پوځي او ملکي تاسیساتو د مختصاتو د ترلاسه کېدو او یا د احتمالي بریدونو لپاره د چمتووالي په اړه د  طالبانو له لوري داسې خپلواک او مشخص معلومات نه دي خپاره شوي چې دا ادعا تایید کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستی کړکېچ وروسته له هغه زیات شوی چې په پاکستان کې پر امنیتي مرکزونو بریدونه وشول او اسلام‌اباد د دغو بریدونو پړه د افغانستان پر خاوره د مېشتو وسله‌والو پر ډلو واچوله. کابل بیا د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه کړې او د اسلام‌اباد ادعاوې یې رد کړې دي


Advertisement Space Available Contact us for advertising