د راپور له مخې، له دغو کورنیو څخه ۱۲ کورنۍ، چې ۶۴ کسان کېږي، وروسته له شمالي یارکشایر څخه د برېتانیا نورو سیمو ته تللې دي.
شورا وايي، د ۲۰۲۱ کال له فبرورۍ راهیسې د برېتانیا د کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرام له لارې ۴۶ افغان کورنۍ، چې ټولټال ۱۸۰ کسان کېږي، په شمالي یارکشایر کې ځای پر ځای شوې دي.
د شمالي یارکشایر شورا مخکې ژمنه کړې وه چې د دغه پروګرام له لارې به ۲۰۰ افغانان ومني، خو د افغان کډوالو د شمېر د زیاتوالي له امله د دې ژمنې عملي کېدل ځنډېدلي دي.
د راپور له مخې، د شورا اوسنی لومړیتوب هغو افغان کورنیو ته د دایمي استوګنې برابرول دي چې دا مهال د برېتانیا د دفاع وزارت په استوګنځایونو کې ژوند کوي او د دوی د استوګنې تړونونه د پای ته رسېدو په حال کې دي.
اوس مهال ۲۳ افغان کورنۍ لا هم د دفاع وزارت په استوګنځایونو کې اوسېږي او تر اوسه ورته د بدیل کور وړاندیز نه دی شوی.
د راپور له مخې، شمالي یارکشایر به د نفوس پر بنسټ د «عادلانه ونډې» د ملي تګلارې له مخې هر کال ۷۳ افغانان ومني. دغه شورا ته د ۲۰۲۶ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ د افغان کورنیو لپاره د نهو کورونو د پېرلو بودجه هم ځانګړې شوې ده.
افغانې کورنۍ په شمالي یارکشایر کې د کډوالو د شورا له خوا د درېیو کلونو لپاره د ټولنې سره د یوځای کېدو او ادغام ملاتړ هم ترلاسه کوي.
د شورا په وینا، د افغان کډوالو لپاره د کار موندنې بهیر په تدریجي ډول روان دی او ځینو افغانانو مسلکي، نیمهمسلکي او نور کارونه موندلي دي. یو شمېر نورو بیا خپل شخصي کاروبارونه پیل کړي دي.
خو د راپور له مخې، د انګلیسي ژبې کمزوري، د مسلکي اسنادو د برابرولو ستونزې، د ترانسپورټ محدودیتونه او روغتیايي ستونزې د افغان کډوالو د کار موندنې له مهمو خنډونو څخه دي.
شورا وايي، د افغانانو د بیا مېشتېدو د پروګرامونو لګښت د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکول کېږي او د دغو پروګرامونو له امله پر شورا اضافي مالي بار نه راځي.