تارړ ویلي، دا بریدونه له افغانستانه د اتو بېپیلوټه الوتکو د توغولو په غبرګون او د پاکستان د «ځاندفاع حق» په چوکاټ کې ترسره شوي دي. هغه ادعا کړې چې یاد ډرونونه د پاکستان د هوايي دفاع له لوري تر خپلو هدفونو مخکې له منځه وړل شوي دي.
د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا ادعا رد کړې چې ګواکې له افغانستانه اته ډرونونه پاکستان ته داخل شوي وو. طالبانو تر اوسه یوازې په کندهار کې د پاکستان هوايي برید تایید کړی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د مرګژوبلې راپور نه شته.
له بلې خوا، سرچینې په پکتیا او خوست کې هم د پاکستان د هوايي بریدونو راپورونه ورکوي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
تارړ خبرداری ورکړی چې پاکستان به د افغانستان له خاورې هر ډول برید ونه زغمي او له طالبانو یې غوښتي چې د پاکستان پر ضد فعالیتونه ودروي او د وسلهوالو ډلو پر وړاندې «اغېزناک او دوامدار» اقدامات وکړي.