اروپايي ټولنې ویلي چې د ملکي وګړو بشپړ خوندیتوب باید یقیني شي او په هر وخت کې باید نړیوال بشردوستانه قانون رعایت شي.
د اروپايي ټولنې په وینا، د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره باید سمدستي د تاوتریخوالي د کمېدو او زغم اقدامات ترسره شي.
اروپايي ټولنې د شخړې له ښکېلو اړخونو غوښتي چې د وضعیت د لا خرابېدو مخه ونیسي او د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې خپل مسوولیتونه رعایت کړي.
د کونړ، پکتیا او پکتیکا په ګډون د افغانستان په ختیځ او سوېلختیځو ولایتونو کې د وروستیو هوايي بریدونو په اړه د ملکي تلفاتو راپورونه په داسې حال کې خپرېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې پر سر کړکېچونه هم زیات شوي دي.