لټون

شهباز شریف: د پاکستان د ترهګرۍ تر شا د افغانستان او هند لاس دی

1 تله 1405 - 09:06 71 views
شهباز شریف: د پاکستان د ترهګرۍ تر شا د افغانستان او هند لاس دی

شهباز شریف دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په ترڅ کې کړې دي. د پاکستان حکومت له دې وړاندې هم پر افغانستان تور لګولی چې وسله‌والو ډلو ته اجازه ورکوي له افغان خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت وکړي؛ خو افغان چارواکو دا ډول ادعاوې رد کړې دي. 

شهباز شریف ټینګار کړی چې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د پام وړ انساني او اقتصادي زیانونه لیدلي دي. هغه تر دې مخکې ویلي وو چې پاکستان په تېرو شاوخوا ۲۵ کلونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې له ۹۰ زرو ډېر کسان له لاسه ورکړي او له ۱۵۰ میلیارد ډالرو څخه ډېر اقتصادي زیان یې لیدلی دی. ⁠

هغه ویلي، نړیواله ټولنه باید د پاکستان د دغو قربانیو قدر وکړي او که پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه نه وای کړې، د ده په وینا، د ترهګرو ګواښ ښايي د لندن، نیویارک او پاریس تر کوڅو هم رسېدلی وای.


Advertisement Space Available Contact us for advertising