بلخوا، د ایران یوه لوړپوړي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ټرمپ او پزشکیان ترمنځ مستقیمه لیدنه تر اوسه پلان شوې نه ده، خو که امریکا په رسمي ډول اعلان کړي چې غواړي د ایران له موضوع سره د ډیپلوماسۍ له لارې حل ته ورسېږي، د ایران ولسمشر کولی شي له ټرمپ سره وګوري.
د ایران چارواکو ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي غونډه د تهران او واشنګټن ترمنځ د ډیپلوماسۍ د بیا پیل لپاره «زرین فرصت» دی. د ایران پلاوی هم د خبرو د بیا پیلولو لپاره واک لري.
په ورته وخت کې، ټرمپ ویلي چې د امریکا او ایران د استازو ترمنځ په نیویارک کې درې ساعته ناسته شوې او د ده په وینا «ډېره ښه» وه. د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د بیا پیل لپاره قطر او پاکستان هم د منځګړیتوب هڅې کوي.