دغه چینل د سپټمبر په ۲۱مه په یوټیوب کې خپرونې پیل کړې او د سپینې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د ولسمشر ویناوې، د ادارې رسمي اعلانونه او د حکومت اړوند نور ویډیويي مطالب به په ۲۴ ساعته ډول خپروي. د چینل لومړنۍ خپرونه د امریکا د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت د ټرمپ وینا وه.
د سپینې ماڼۍ او ټرمپ د ادارې چارواکو ویلي چې دغه پلیټفارم به امریکایانو ته د حکومت د فعالیتونو او د ولسمشر د پیغامونو د ترلاسه کولو مستقیمه لاره برابره کړي. ټرمپ له اوږدې مودې راهیسې پر ځینو رسنیو نیوکه کوي او د هغوی د راپورونو لپاره د «جعلي خبرونو» اصطلاح کاروي.