لټون

جرمني: د ۱۹ هېوادونو وګړي له زده‌کړو لپاره له ویزې پرته سفر کولی شي

1 تله 1405 - 08:27 347 views
جرمني: د ۱۹ هېوادونو وګړي له زده‌کړو لپاره له ویزې پرته سفر کولی شي

د جرمني د حکومت د رسمي معلوماتو له مخې، د زده‌کړو لپاره د ویزې اړتیا د هر کس د تابعیت له مخې توپیر کوي. د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو ترڅنګ، د آیسلنډ، لیختن‌اشتاین، ناروې او سویس اتباع هم جرمني ته د زده‌کړو لپاره له ننوتلو ویزې څخه معاف دي.

همدارنګه، د استرالیا، اندورا، برازیل، السلوادور، هندوراس، اسرائیل، جاپان، کاناډا، موناکو، جنوبي کوریا، نیوزیلنډ، سان مارینو، بریتانیا او امریکا اتباع هم د دې معافیت په لېست کې شامل دي.

د ویزې غوښتنلیک په بهیر کې معمولاً د اړوندو اسنادو وړاندې کول او د جرمني له سفارت یا قونسلګرۍ څخه د ویزې ترلاسه کولو انتظار شامل وي. له همدې امله، د هغو هېوادونو د محصلینو لپاره چې له ویزې معاف نه دي، د جرمني د زده‌کړو د سفر چمتووالی ممکن زیات وخت ونیسي.

جرمني د نړیوالو محصلینو لپاره د اروپا له مهمو تعلیمي مرکزونو څخه دی او د دغه هېواد په ډېرو دولتي پوهنتونونو کې د لیسانس په کچه د زده‌کړو لپاره عمومي تحصیلي فیس نه اخیستل کېږي، که څه هم د ایالت، پوهنتون او پروګرام له مخې نور لګښتونه او شرایط موجود کېدای شي.

د یادونې وړ ده چې له  ویزې څخه معافیت د پوهنتون د داخلې له شرایطو څخه معافیت نه دی. محصل باید لا هم د پوهنتون د منلو، مالي توان، روغتیايي بیمې او نورو اړوندو شرایطو اړتیاوې پوره کړي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising