د رویټرز د راپور له مخې، دغه شرکت چې د سعودي عربستان د عامه پانګونې صندوق (PIF) او تایواني شرکت «فاکسکان» ګډه پروژه ده، غواړي د هېواد د موټرو صنعت پیاوړی کړي او د تېلو پر عوایدو اتکا کمه کړي.
د «Exobot» په نوم نوي موټرونه، چې یو برقي سدان او یو SUV دي، د ۲۰۲۷ کال له پیل څخه به په سعودي بازار کې وپلورل شي. دواړه موټرونه د پورته پرانیستل کېدونکو دروازو ځانګړتیا لري.
د شرکت اجرائیوي مشر جېم ډېلوکا ویلي، د دغو موټرو په جوړولو کې له نړیوالو شرکتونو سره همکاري شوې ده. فاکسکان د موټرو برقي سیستمونه برابر کړي او د جرمني «BMW» شرکت یې په انجینري برخه کې مرسته کړې ده.
په ورته وخت کې، د موټرو د پرزو یو شمېر لوی نړیوال شرکتونه، لکه امریکايي «Lear»، د جرمني «Benteler» او د چین «Fangxin»، په سعودي عربستان کې د تولید فابریکې جوړې کړې دي.
«سیر» وايي، د برقي موټرو تر څنګ به یې راتلونکي ماډلونه هایبرډ او د تېلو په وسیله چلېدونکي موټرونه هم ولري. شرکت پلان لري چې له ۲۰۲۸ تر ۲۰۳۰ کال پورې پنځه نور موټرونه وړاندې کړي او وروسته خپل بازارونه د منځني ختیځ او شمالي افریقا نورو هېوادونو ته پراخ کړي.
سعودي عربستان تر دې مخکې هم هڅه کړې چې کورنی د موټرو صنعت رامنځته کړي، خو ځینې پروژې یې ناکامې شوې دي. د «سیر» پروژه د سعودي د «۲۰۳۰ لید» په چوکاټ کې د اقتصاد د تنوع او له تېلو څخه د هېواد د عوایدو د کمولو له هڅو څخه یوه ده.