روم دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه نړیوالې اندېښنې لا هم دوام لري. اروپايي ټولنې هم د سپټمبر په اوومه ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه لا پراخ شوي او له نړیوالې ټولنې یې د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره د دوامدارې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
د اروپايي ټولنې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې نجونې له ثانوي زدهکړو محرومې دي او ښځې د زدهکړو، کار، روغتیايي خدمتونو، تګ راتګ او عامه ژوند په برخو کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي.
ایزابل روم د ۲۰۲۴ کال له می راهیسې د فرانسې د بشري حقونو سفیره ده او د افغانستان د ښځو د حقونو په اړه په نړیوالو ناستو کې هم ګډون کوي. نوموړې د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې په نیویارک کې د افغان ښځو د اقتصادي وضعیت په اړه د یوې غونډې په پای کې هم وینا کړې وه.
د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو او اروپايي چارواکو په وینا، د ښځو او نجونو پر زدهکړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت له مهمو ننګونو څخه دي. د طالبانو اداره بیا وايي چې د ښځو اړوند سیاستونه یې د اسلامي شریعت او د افغانستان د ټولنې له دودونو سره سم دي.