لټون

په بنګله‌دېش کې د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه؛ لږ تر لږه ۱۶۰ نجونې له زده‌کړو پاتې کېږي

30 وږی 1405 - 14:40 89 views
په بنګله‌دېش کې د افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه؛ لږ تر لږه ۱۶۰ نجونې له زده‌کړو پاتې کېږي

د افغان محصلانو په وینا، پوهنتون ځینو زده‌کوونکو ته د بېرته افغانستان ته د ستنېدو لپاره د الوتنې ټکټونه برابر کړي او د هغوی کورنیو ته یې هم د بېرته ستنولو په اړه خبر ورکړی دی.

له هغو محصلانو څخه چې له پوهنتونه ایستل شوې دي، یوې محصلې ویلي چې پوهنتون د هغې د ایستلو دلیل د وروستي سمستر ټیټې نومرې بللې دي. بلې محصلې بیا ویلي چې د هغې د ایستلو دلیل «د زده‌کړو په برخه کې د نه پرمختګ» په توګه ښودل شوی دی. د محصلانو په وینا، پوهنتون د هرې محصلې قضیه جلا ارزوي او تر اوسه یې د ټولو افغان محصلانو د ایستلو لپاره کوم عامه او مشخص دلیل نه دی اعلان کړی.

د راپورونو له مخې، ځینې محصلانې لا هم په پوهنتون کې پاتې دي او له ادارې غواړي چې د خپلو پرېکړو لپاره ورته واضح دلیل وړاندې کړي او اجازه ورکړي چې خپلې زده‌کړې بشپړې کړي؛ خو د دوی غوښتنې تر اوسه نه دي منل شوې. 

د افغان نجونو لپاره د زده‌کړو مهم فرصت:

د ښځو لپاره د اسیا پوهنتون په چټاګونګ ښار کې یو خپلواک نړیوال پوهنتون دی چې په ځانګړي ډول د اسیا او منځني ختیځ د ښځو پر لوړو زده‌کړو او رهبرۍ تمرکز کوي. د پوهنتون د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۶-۲۰۲۷ تحصیلي کال کې له ۲۵۰۰ څخه زیات محصلان لري او له ۵۰۰ څخه ډېر یې افغانانې دي. 

دغه پوهنتون له ۲۰۲۱ کال وروسته د افغان ښځینه محصلانو د منلو بهیر پراخ کړی و. د پوهنتون د ۲۰۲۴ کلني راپور له مخې، تر هغه وخته یې له ۵۰۰ څخه ډېرې افغان محصلانې کوربه کړې وې او ۱۴۸ افغان محصلانې یې د زده‌کړو د دوام لپاره له افغانستان څخه امریکا ته انتقال کړې وې. 

د بنګله‌دېش او طالبانو اړیکې:

د افغان محصلانو د ایستلو راپورونه په داسې وخت کې خپرېږي چې د بنګله‌دېش او د طالبانو د ادارې ترمنځ اړیکې د وروستیو میاشتو په ترڅ کې د تماسونه زیات شوي  دي.

د سپټمبر په ۱۷مه د بنګله‌دېش د اسلامي ډلو د یو اووه کسیز پلاوي په مشرۍ د مامون الحق په مشرۍ کابل ته سفر شوی و. دغه پلاوي له طالب چارواکو سره د اړیکو، سوداګرۍ، روغتیا او زده‌کړو په اړه د همکاریو د پراختیا خبرې کړې دي. 

همداراز، د سپټمبر په ۱۰مه د بنګله‌دېش د علماوو، سوداګرو او صنعتکارانو یو پلاوي په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي وو. دواړو خواوو د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی. 

د دې ترڅنګ، د بنګله‌دېش د بهرني سیاست په اړه وروستي راپورونه ښيي چې دغه هېواد له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو په اړه هم بحثونه روان دي.

د دې پرېکړې له امله اندېښنه ځکه زیاته شوې چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو پراخ محدودیتونه لا هم دوام لري او د هېواد له پولو بهر د لوړو زده‌کړو فرصتونه د ډېرو افغان ښځینه محصلانو لپاره د زده‌کړو د دوام له مهمو لارو څخه دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising