لټون

جرمني د پناه غوښتونکو د ارزونې بهیر ګړندی کوي

29 وږی 1405 - 13:11 591 views
جرمني د پناه غوښتونکو د ارزونې بهیر ګړندی کوي

د جرمني حکومت د پارلماني پوښتنې په ځواب کې ویلي، د جون له ۱۲مې څخه د جولای تر پایه پورې د ۲ زره او ۹۳ پناه غوښتونکو دوسیې د چټکې ارزونې لپاره پرانیستل شوې، په داسې حال کې چې د ۱۵۶۱ نورو دوسیو عادي بهیر پیل شوی دی. د نورو ۲۰۱۳ دوسیو په اړه یوازې دا ارزول شوي چې د اروپايي ټولنې کوم غړی هېواد د غوښتنلیک د ارزونې مسؤلیت لري.

د اروپايي ټولنې د ګډ پناه سیستم د اصلاحاتو له مخې، د چټکې ارزونې پروسه باید تر ډېره په درېیو میاشتو کې بشپړه شي او د دې مودې د غځولو امکان نشته. که چارواکي په یوه قضیه کې داسې حقوقي یا واقعي پیچلتیا وویني چې په چټک بهیر کې نه شي حل کېدای، دوسیه عادي پروسې ته انتقالېدای شي.

نوي مقررات د هغو کسانو لپاره د چټکې ارزونې زمینه برابروي چې د خوندي اصلي هېوادونو اتباع وي یا د هغو هېوادونو څخه راغلي وي چې په ټوله اروپايي ټولنه کې یې د پناه غوښتنلیکونو د منل کېدو کچه تر ۲۰ سلنې زیاته نه وي.

که د چټکې پروسې له لارې د یوه کس د پناه غوښتنه رد شي، د هغه د اعتراض دوسیه که څه هم په محکمه کې روانه وي، د اخراج امکان یې شته. د اخراج د ځنډولو لپاره باید محکمه د لنډمهاله حقوقي خوندیتوب غوښتنه ومني.

د جرمني د چپ ګوند د پناه غوښتنې د پالیسۍ ویاندې کلارا بونګر اندېښنه ښودلې چې د لنډې مودې له امله ښايي د پناه غوښتونکو په اړه ناسمې پرېکړې زیاتې شي. هغې همداراز د ترکیې د «خوندي اصلي هېواد» په توګه د طبقه‌بندۍ په اړه نیوکه کړې ده.

د پناه غوښتونکو د حقونو سازمان پرو ازول هم د نویو مقرراتو پر پلي کېدو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې جرمني اروپايي مقررات په پراخه او سخت ډول عملي کوي.

د سرحدي ارزونې ځانګړی بهیر

د نویو مقرراتو له مخې، د هغو کسانو لپاره هم د سرحدي ارزونې ځانګړی بهیر رامنځته شوی چې د اروپايي ټولنې په بهرنیو پولو کې نیول یا پېژندل کېږي. په جرمني کې دا بهیر تر ډېره پر هوايي ډګرونو او سمندري بندرونو تطبیقېږي.

په دې مرکزونو کې هغه کسان ساتل کېږي چې د خپل هویت په اړه یې ناسم معلومات ورکړي وي، د امنیت لپاره خطر بلل کېږي، یا د هغو هېوادونو اتباع وي چې د اروپايي ټولنې په کچه یې د پناه غوښتنې د منل کېدو منځنۍ کچه تر ۲۰ سلنې کمه وي.

په دغو مرکزونو کې له مېشتو کسانو سره له حقوقي پلوه داسې چلند کېږي، لکه هغوی چې لا د جرمني خاورې ته داخل شوي نه وي. دې اصل ته «د نه ننوتلو حقوقي فرض» ویل کېږي.

جرمني اوس مهال د سرحدي ارزونې لپاره ۲۸۲ ځایونه لري؛ ۲۰۰ په فرانکفورت، ۲۷ په مونیخ، ۴۰ د برلین–برانډنبورګ هوايي ډګر ته څېرمه او ۱۵ موقتي ځایونه په فورتسهایم کې د هغو کسانو لپاره ځانګړي شوي چې د اشتوتګارت هوايي ډګر له لارې واردېږي.

د جرمني حکومت وايي، د جون له ۱۲مې څخه د اګست تر ۲۱مې پورې د سرحدي ارزونې ۳۶ پروسې بشپړې شوې دي. په دغو دوسیو کې د برازیل پنځه او د ګرجستان څلور اتباع هم شامل وو. په ټوله کې د ۲۲ پناه غوښتنلیکونه رد شوي او د غانا، سینیګال، کولمبیا او مراکش د څلورو اتباعو د ننوتلو مخه هم نیول شوې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت ټینګار کړی چې د اروپايي ټولنې په بهرنیو پولو کې د سرحدي ارزونې د پروسو اغېزمن عملي کېدل د دې لپاره مهم دي چې په راتلونکي کې په جرمني کې د داخلي پولو د سختو کنټرولونو د پای ته رسېدو زمینه برابره شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising