د رویټرز د راپور له مخې، د جمعې په ورځ د پولیسو د عملیاتو پر مهال د بلوا ضد ځواکونو له خوا هوا ته ربړي مرمۍ وتوغول شوې او له ځینو کډوال په ډنډو ووهل شول.
هسپانیا اټکل کوي چې اوس هم شاوخوا ۱۰ زره کډوال په سوټا کې پاتې دي. د جولای په وروستیو کې له مراکش څخه د بېساري کډوال له سرحد تېرېدو پر مهال له ۷۲ زرو څخه ډېرو کسانو سوټا ته ځانونه رسولي وو، خو ډېری یې وروسته له سیمې وتلي دي.
چارواکو د سوټا په بندر کې د کډوالو لپاره لنډمهاله استوګنځای جوړ کړی چې د شاوخوا ۱۷۰۰کسانو د ځایولو ظرفیت لري. خو مرستندویه بنسټونه وايي، لا هم زرګونه کسان د استوګنې له مناسب ځای پرته په کمپونو او عامه ځایونو کې شپې تېروي.
د جمعې ورځې عملیات د سهار له اوو بجو لږ مخکې پیل شول او هسپانوي پولیسو ترڅنګ پوځ هم پکې برخه واخیسته. هغه کډوال چې له شپې راهیسې یې په ساحل کې د سرپناه په تمه انتظار ایستلی و، د عملیاتو د پیل پر مهال یې هرکلی وکړ، خو وروسته د محدودو ځایونو پر سر د کډوالو ترمنځ شخړې او ګډوډي رامنځته شوه.
د هسپانیا دولتي ټلوېزیون، TVE، په خپرو شویو تصویرونو کې ښودلي چې ګڼ شمېر کډوال د ټاکل شوې لارې د ننوتلو لپاره له یو بل سره ټېل وهل. پولیسو هوا ته ربړي مرمۍ وتوغولې او پر څو کسانو یې له ډنډو کار واخیست. وروسته وضعیت بېرته ارام شو او عملیات دوام وموند.
د راپور له مخې، ډېری کډوال نارینه او هلکان دي. نوی لنډمهاله مرکز یوازې د بالغو نارینهوو لپاره جوړ شوی، له همدې امله ماشومان او کمعمره کسان له هغوی جلا کېږي او په نورو ځایونو کې ځای پر ځای کېږي.
درې غیرحکومتي بنسټونو رویټرز ته ویلي چې چارواکي د اروپايي کډوالۍ د تړون له مخې د کډوالو لپاره د لومړنیو استوګنیزو اړتیاوو په برابرولو کې ډېر ځنډ کړی او تر دې دمه جوړ شوي د منلو مرکزونه د ټولو هغو کسانو لپاره کافي ظرفیت نه لري چې لا هم په سړکونو او ساحلونو کې شپې تېروي.
یوه مرستندویه اداره اټکل کوي چې شاوخوا ۴ زره کډوال لا هم د سوتا په ساحلونو او سړکونو کې په ازاد چاپېریال کې ژوند کوي. د دې ادارې په وینا، نوی مرکز به ونه شي کولای ټول موقتي کمپونه له عامه ځایونو څخه لرې کړي.
د دوو غیرحکومتي بنسټونو مشرانو ویلي، ښايي چارواکي تمه ولري چې ډېری کډوال په خپله خوښه بېرته مراکش ته ستانه شي.