د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا UNICEF ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې او ښځې پکې په اغېزمن ډول له ثانوي او لوړو زدهکړو محرومې پاتې دي.
د یونیسف د معلوماتو له مخې، په تېرو پنځو کلونو کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې افغانې نجونې د ثانوي زدهکړو له دوام څخه بېبرخې شوې دي.
د دې ادارې مسوولینو ویلي چې د نجونو پر زدهکړو دوامداره محدودیتونه نه یوازې د میلیونونو نجونو راتلونکی اغېزمنوي، بلکې د افغانستان پر ټولنیز او اقتصادي پرمختګ هم اوږدمهاله منفي اغېزې لري.
یونیسف له اوسنیو چارواکو غوښتي چې پر نجونو او ښځو د زدهکړو لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي او ټولو زدهکوونکو او محصلینو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو او پوهنتونونو ته بېرته ستانه شي.