لټون

د کورنیو مالي تمویل کې د کډوال مهمه ونډه، کډوالو خپلو هېوادونو ته سلګونه میلیارډ ډالر استولي.

25 وږی 1405 - 21:10 247 views
د کورنیو مالي تمویل کې د کډوال مهمه ونډه، کډوالو خپلو هېوادونو ته سلګونه میلیارډ ډالر استولي.
په بهرنیو هېوادونو کې د مېشت کارېګرو او کډوالو له لوري د خپلو کورنیو مالي ملاتړ په موخه سلګونه میلیاراډ ډالر مرتسې لیږل شوي. عکس: ای آی جوړ
د ملګرو ملتونو اړوند د کرنیز پرمختګ نړیوال صندوق (IFAD) په یوه نوي راپور کې ویلي، کډوالو په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۷۲۸.۶ میلیارده ډالر خپلو کورنیو ته لېږلي دي.
د راپور له مخې، له ۲۰۱۶ تر ۲۰۲۵ کال پورې د کډوالو د استول شویو پیسو کچه ۹۴ سلنه لوړه شوې، په داسې حال کې چې د کډوالو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی دی. دا ښيي چې کډوال اوس په منځنۍ کچه خپلو کورنیو ته تر پخوا ډېرې پیسې استوي.
په جرمني کې هم په ۲۰۲۵ کال کې کډوالو شاوخوا ۸.۵ میلیارده یورو خپلو هېوادونو ته لېږلي چې د تېر کال په پرتله درې سلنه زیاتوالی ښيي. د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ افغانستان ته د جرمني له لارې د حوالو کچه ۲۲ سلنه لوړه شوې ده.
راپور خبرداری ورکوي چې د کډوالۍ سخت سیاستونه، د کار محدودیتونه او جبري ایستل کولی شي د کډوالو د عاید او له همدې امله د هغوی د کورنیو د مالي ملاتړ کچه راټیټه کړي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising