لټون

له جرمني څخه د افغان کډوالو د اخراج پراخ شوی

24 وږی 1405 - 20:35 شګیوال 40 views
له جرمني څخه د افغان کډوالو د اخراج پراخ شوی
له جرمني څخه د افغان کډوالو د ایستلو پروسې چټکتیا په اړه راپورونه خپاره شوي. عکس: پیکچر الیانس
د ورکړل شویو خبري معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۱۵مه (سې شنبې) د لایپزیګ/هاله (Leipzig/Halle) له هوایي ډګر څخه د کابل پر لور د افغانانو د ډېپورټ يوه چارټر الوتنه ترسره کېږي. دا الوتنه د Freebird Airlines شرکت له خوا ۱ بجه ترسره کېږي.
په دې الوتنه کې د افغانانو دقیق شمېر تر اوسه رسمي نه دی اعلان شوی.په وروستیو میاشتو کې له دغه هېواد څخه د افغانانو د اخراج بهیر ګړندی شوی دی.
جرمني له افغان مسوولینو سره تر تخنیکي خبرو اترو وروسته د هغوی د بېرته استولو اسانتیاوې زیاتې کړې دي، چې حتی په میاشت کې تر درېیو چارټر الوتنو اټکل هم شوی دی.
دا اخراجونه نور یوازې پر مجرمینو او خطرناکو کسانو پورې محدود نه دي. د ۲۰۲۶ کال له اوړي راپدېخوا، هغه کسان هم بېرته لېږدول کېدای شي چې د المان د پرېښودلو قانوني امر لري او د پاتې کېدو حق نه لري، که څه هم جنایي جرمونه یې نه وي کړي.
شګیوال

خبریال

Advertisement Space Available Contact us for advertising