لټون

بریتانیا کې یو افغان ځوان د قتل په تور محاکمه کیږي.

24 وږی 1405 - 16:12 شګیوال 52 views
بریتانیا کې یو افغان ځوان د قتل په تور محاکمه کیږي.
انځور: د موضوع د تشریح لپاره د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته جوړ شوی. دا انځور له راپور شوې پېښې سره مستقیم تړاو نه لري او د پېښې واقعي صحنه نه څرګندوي.
د بریتانیا پولیسو او محکمې د معلوماتو له مخې، ۱۸ کلن افغان پناه غوښتونکي سلیمان تاجزي په مرکزي لندن کې د ۲۶ کلن افغان فرمان‌الله شیرزاد د وژنې په جرم اعتراف کړی دی.
د راپور له مخې، تاجزي د مارچ په ۱۷مه له لیډز څخه لندن ته تللی، چاقو یې اخیستی او د شیرزاد د کور مخې ته یې انتظار ایستلی و. هغه مهال یې پر شیرزاد، چې کور ته روان و، برید کړی او څو ځله یې په چاقو وهلی دی. شیرزاد د وېسټمنسټر ایبي ته څېرمه د ټپونو له امله مړ شوی دی.
پولیسو تاجزي دوه ورځې وروسته په لیډز کې نیولی او د پلټنو پر مهال یې د وینې نښې لرونکي بوټان هم موندلي دي.
د محکمې د معلوماتو له مخې، د وژنې لامل د یوه شخصي اختلاف په تړاو و. پولیسو ویلي، دا پېښه له افراطیت یا تنظیم شوي جرم سره تړاو نه لري.
تاجزي د جمعې په ورځ په اولډ بېلي محکمه کې د وژنې او د چاقو د ناقانونه ساتلو جرمونه ومنل.
ټاکل شوې چې د سپټمبر په ۱۸مه پرې د بند سزا واورول شي
شګیوال

خبریال

Advertisement Space Available Contact us for advertising