لټون

ایران بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو د برید ادعا کړې

7 ساعته مخکې 30 views
ایران بحرین کې د امریکا پر پوځي اډو د برید ادعا کړې
ایران په بحرین کې د امریکا پر د پوځي اډو د برید ادعا کړې او له ۱۴ ډېر ایراني تېل‌وړونکي ټانکرونه د امریکا د سمندري محاصرې ماتولو ته چمتو دي.

 ایران د شنبې په ماښام  بحرین کې د امریکا د پوځي اډو د هدف ګرځولو خبر ورکړی، په داسې حال کې چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې هم د تېلو پر څو ټانکرونو بریدونه شوي دي.

د ایران نیمه‌رسمي خبري اژانس فارس راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په دوو څپو کې په بحرین کې د امریکا څلور پوځي اډې په نښه کړې دي. د راپور له مخې، په دغو هدفونو کې د شیخ عیسی او الجفیر اډې هم شاملې وې، چې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ د قوماندانۍ مرکز ته نږدې موقعیت لري.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب هم ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې د امریکا د «پېټریوټ» هوايي دفاع دوه دستګاوې او یو رادار په نښه کړي دي؛ خو بحرین او د امریکا پوځ تر اوسه د دغو ادعاوو د رښتیاوالي تایید نه دی کړی.

بل لور ته، د بحرین چارواکو ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د ایران څو بریدونه شنډ کړي دي. د بحرین د کورنیو چارو وزارت هم خبر ورکړی چې د بریدونو پر مهال په یوه ملکي صنعتي تاسیساتو کې اور لګېدلی، خو د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې ورځ د هرمز تنګي په شاوخوا کې لږ تر لږه درې د تېلو ټانکرونه هم د بریدونو یا پېښو له امله زیانمن شوي دي. د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو مرکز ویلي، دوه ټانکرونه د شنبې په سهار د هرمز تنګي له لارې د فارس خلیج څخه د وتلو پر مهال د بېلابېلو توغندیزو بریدونو هدف ګرځېدلي دي. د دغو پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د ایران سمندري ځواک بیا ویلي چې یوه بله تېل‌وړونکې بېړۍ د سمندري ماین له لګېدو وروسته اور اخیستی دی. ایراني دولتي رسنیو هم راپور ورکړی چې د دغه هېواد ځواکونو په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره پراخ عملیات ترسره کړي دي.

په ورته وخت کې، د ایران د چارواکو په وینا، له ۱۴ ډېر ایراني تېل‌وړونکي ټانکرونه د خارک ټاپو په شاوخوا کې چمتو دي چې په راتلونکو ورځو کې د امریکا له سمندري محاصرې تېر او د چین پر لور حرکت وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي، د ایران د بندرونو د امریکا محاصره د جګړې یو ډول عمل دی او تهران به د اقتصادي محاصرې د ماتولو لپاره لازم اقدامات وکړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې که امریکايي ځواکونه د ایراني بېړیو د کاروان د مخنیوي هڅه وکړي، ایران به پوځي ځواب ورکړي او د خلیج په سیمه کې به د انرژۍ تاسیسات هم له ګواښ سره مخ شي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د امریکا د اقتصادي فشارونو په اړه ویلي چې هېواد یې له یوې «پټې اقتصادي جګړې» سره مخ دی، چې د نوموړي په وینا، ان له توغندیزې جګړې هم سخته ده.





Advertisement Space Available Contact us for advertising