لټون

د فنلنډ په خلیج کې د روسیې پوځي اړیکو لرونکې بېړۍ د ډرون برید له امله سوځېدلې

7 ساعته مخکې 32 views
د فنلنډ په خلیج کې د روسیې پوځي اړیکو لرونکې بېړۍ د ډرون برید له امله سوځېدلې
د روسیې پوځي اړیکو لرونکې باروړونکې بېړۍ «سپارټا دویم» د فنلنډ په خلیج کې د ډرون برید له امله سوځېدلې. فنلنډ وايي، ښايي اوکراین برید کړی وي.Photo: BBC

د روسیې یوه باروړونکې بېړۍ چې د دغه هېواد د بالتیک سمندرګي کالینینګراد سیمې ته روانه وه، د شنبې په سهار د فنلنډ په خلیج کې د بې‌پیلوټه الوتکو د برید له امله اور اخیستی او وروسته د فنلنډ اوبو ته اوښتې ده.

د «سپارټا دویم» په نوم دغه بېړۍ د فنلنډ د سوورسااري ټاپو په لوېدیځ کې، د نړیوالو اوبو په سیمه کې په نښه شوې ده. د فنلنډ چارواکو ویلي، د لومړنیو ارزونو له مخې، ښايي اوکراین د برید تر شا وي؛ خو د برید د مسوولیت په اړه تر اوسه د اوکراین حکومت څه نه دي ویلي.

د فنلنډ د دفاعي ځواکونو ویاند اکي موري هوتینن ویلي، د برید تر شا د اوکراین د لاس لرلو احتمال شته، خو لا څرګنده نه ده چې ولې دغه بېړۍ په نښه شوې ده. د فنلنډ لومړي وزیر پیتري اورپو هم ویلي: «جګړه زموږ نږدې سیمې ته غځېږي؛ اوکراین حق لري چې د تېري کوونکي پر وړاندې ځوابي برید وکړي.»

د روسیې د کالینینګراد والي الکسي بېسپرزووانیخ د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي، پر بېړۍ دوه بې‌پیلوټه الوتکې برید کړی او د سیمې د اکمالاتو لپاره کوم ګواښ نشته.

د فنلنډ ساحلي ساتونکو ویلي، د شنبې په سهار شاوخوا ۸:۵۰ د پېښې خبر ورکړل شوی و. بېړۍ له برید وروسته اور اخیستی او د باد او سمندري جریان له امله د فنلنډ اوبو ته اوښتې ده. د پېښې په سیمه کې د هوايي او سمندري تګ راتګ لنډمهاله محدودیتونه هم لګول شوي وو.

د فنلنډ سرحدي ساتونکو د ژغورنې عملیات سمبال کړي او د بېړۍ ټول ۱۶ کسیز عمله د ژغورنې په کښتیو کې یوې بلې روسي بېړۍ ته لېږدول شوې ده. چارواکو ویلي، په پېښه کې د چاپېریال ککړتیا نه ده ثبت شوې او د نورو بېړیو او خلکو لپاره سمدستي خطر نشته. د بېړۍ د اور د مهارولو عملیات روان وو.

د پېښې څو ساعته وروسته د فنلنډ دفاع وزارت ویلي، شک کېږي چې یوه روسي چورلکه د دغه هېواد هوايي حریم ته ننوتې وي. د فنلنډ چارواکو احتمال ورکړی چې دا کار ښايي د ژغورنې یا د پېښې د څارنې له عملیاتو سره تړاو ولري. د دې پېښې څېړنه د فنلنډ سرحدي ساتونکو ته سپارل شوې ده.

«سپارټا دویم» هغه روسۍ بېړۍ ده چې د امریکا متحده ایالتونو په ۲۰۲۲ کال او اوکراین د روان کال په پیل کې پرې بندیزونه لګولي دي. د امریکا او اوکراین د معلوماتو له مخې، دغه بېړۍ د روسیې له دفاع وزارت سره تړلې لوژستیکي کمپنۍ «اوبورونلوګېستیکا» پورې اړه لري. د یادې کمپنۍ په وېبپاڼه کې راغلي چې په ۲۰۱۱ کال کې د روسیې د دفاع وزارت په جوړښت کې رامنځته شوې او له ۲۰۱۵ کال راهیسې د پوځي ساختماني چارو په برخه کې فعالیت کوي.





Advertisement Space Available Contact us for advertising