لټون

امریکا کې د تابعیت غوښتونکي باید له ۲۰ پوښتنو څخه ۱۲ سم ځوابونه ورکړي

20 ساعته مخکې 102 views
امریکا کې د تابعیت غوښتونکي باید له ۲۰ پوښتنو څخه ۱۲ سم ځوابونه ورکړي
د امریکا د تابعیت غوښتونکي باید د مدني پوهاوي په شفاهي ازموینه کې له ۲۰ پوښتنو څخه ۱۲ سم ځوابونه ورکړي. د ازموینې شرایط او د بیا ازموینې فرصتونه ولولئ.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې (USCIS) د تابعیت اخیستو د بهیر په چوکاټ کې د مدني پوهاوي یا «Civics Test» د ازموینې د بریا شرایط روښانه کړي دي. د دې ازموینې له مخې، غوښتونکي باید له ۲۰ پوښتنو څخه لږ تر لږه ۱۲ سم ځوابونه ورکړي.

دا ازموینه په شفاهي بڼه اخیستل کېږي؛ یعنې د کډوالۍ یو افسر له غوښتونکي پوښتنې کوي او نوموړی باید په شفاهي ډول ځوابونه ورکړي. پوښتنې د امریکا له تاریخ، حکومتي جوړښت، اساسي اصولو او د وګړو له حقونو او مسوولیتونو سره تړاو لري.

د USCIS د معلوماتو له مخې، پوښتنې د ۱۲۸ تایید شویو پوښتنو له یوې ټولګې څخه ټاکل کېږي. غوښتونکي ته ټولې ۲۰ پوښتنې په یوه وار نه وړاندې کېږي؛ که ۱۲ سم ځوابونه ورکړي، ازموینه سمدستي پای ته رسېږي او بریالی ګڼل کېږي. خو که نهه پوښتنې ناسمې ځواب کړي، ازموینه یې ناکامه کېږي.

هغه کسان چې په لومړۍ هڅه کې بریالي نه شي، د بیا ازموینې فرصت لري. د امریکا د کډوالۍ ادارې د مقرراتو له مخې، د لومړۍ ازموینې له ناکامۍ وروسته غوښتونکي ته د ۶۰ تر ۹۰ ورځو په موده کې د بیا ازموینې لپاره وخت ورکول کېږي. په دې دویمه هڅه کې یوازې هغه برخه بیا اخیستل کېږي چې غوښتونکي پکې ناکام شوی وي.

د تابعیت غوښتونکي باید د ازموینې لپاره له مخکې چمتووالی ونیسي، ځکه د پوښتنو ټاکل له یوې پراخې ټولګې څخه کېږي او غوښتونکي نه شي کولای له وړاندې پوه شي چې کومې پوښتنې به ترې وشي.

د امریکا د تابعیت لپاره غوښتونکي باید لږ تر لږه ۱۸ کلن وي او عموماً د انګلیسي ژبې د لوستلو، لیکلو او خبرو کولو وړتیا هم ولري. البته د عمر او په امریکا کې د دایمي استوګنې د مودې له مخې ځینې کسان د انګلیسي ژبې له ازموینې معاف کېدای شي. د بېلګې په توګه، هغه کسان چې ۵۰ کلن یا تر دې زیات عمر لري او لږ تر لږه ۲۰ کاله یې د امریکا د دایمي استوګنې کارت درلودلی وي، یا ۵۵ کلن وي او ۱۵ کاله یې دایمي استوګنه کړې وي، د انګلیسي ژبې له شرطه معاف دي.

د یادونې وړ ده چې د ۱۲ سم ځوابونو شرط د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۰مې وروسته د تابعیت غوښتنلیکونو لپاره عملي شوی دی؛ نو دا د ۲۰۲۶ کال د نومبر نوې پرېکړه نه ده، بلکې د امریکا د تابعیت د ازموینې د اوسني سیستم برخه ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising