د افغانستان اکثریت ګوند په یوه تحلیلي لیکنه کې د طالبانو د واکمنۍ، د پاکستان د پوځي بریدونو او په افغانستان کې د نوو وسلهوالو جبهو د رامنځته کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د دغو تحرکاتو تر شا سیمهییزې او نړیوالې سیالۍ او ګډې موخې پرتې دي.
دغه ګوند د «په افغانستان کې د طالبانو اختناق او د اوسنیو جنګي جبهو ماهیت» تر سرلیک لاندې په خپره کړې تبصره کې لیکلي، چې د افغانستان روان سیاسي او امنیتي وضعیت باید یوازې د جلا جلا بریدونو او د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو له مخې ونه ارزول شي، بلکې د سیمې د جیوپولیتیکو رقابتونو او د افغانستان د تاریخي وضعیت په رڼا کې ورته وکتل شي.
د اکثریت ګوند په باور، په سیمه کې د بریتانیا او روسیې د تاریخي سیالیو یا «لویې لوبې» بڼه بدله شوې، خو د دې سیالیو اغېزې لا هم د افغانستان او پښتونخوا پر وضعیت څرګندې دي. ګوند ادعا کړې، چې د ۲۰۰۱ کال وروسته د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې تر نوم لاندې په سیمه کې د بهرنیو قدرتونو سیالۍ نوې بڼه خپله کړې ده.
په اعلامیه کې د پاکستان پر رول هم نیوکه شوې او دغه هېواد یې د افغانستان د بېثباتۍ په دوام کې مهم لوری بللی دی. ګوند ادعا کړې، چې د پاکستان هوايي بریدونه او د افغانستان د حاکمیت نقض د داسې وضعیت د عادي کېدو لامل شوي چې په پایله کې یې د افغانستان امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ شوی دی.
دغه ګوند په افغانستان کې د نوو وسلهوالو جبهو پر رامنځته کېدو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې که څه هم دا ډلې په ظاهره د طالبانو پر وړاندې مبارزه کوي، خو د دوی د ملاتړ او تمویل سرچینې باید د تاریخي او ستراتیژیکو اړیکو له مخې وڅېړل شي. د ګوند په اند، د دغو جبهو رامنځته کېدل د افغانستان د اوږدمهالې بېثباتۍ او د جګړې د دوام زمینه برابروي.
اکثریت ګوند په پای کې له سیاسي او مترقي جریانونو غوښتي، چې د اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره جدي او مسوولانه خپلمنځي خبرې او بحثونه پیل کړي او د افغانستان د راتلونکي لپاره داسې بدیلې لارې چارې رامنځته کړي چې د ملي حاکمیت، ولسي ملاتړ او خپلواک سیاسي انسجام پر بنسټ ولاړې وي.