د امریکا د نیویارک ایالت لویې څارنوالۍ د کډوالو کارکوونکو د جبري کار، د معاشونو د نهورکړې او ګواښونو په تړاو د «هالېډې اېن» هوټل پر پخواني مالک، د بیارغونې پر قراردادي او د «ایاېچجي» په نوم د هوټلونو پر نړیوال شرکت قضايي دعوه کړې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د نیویارک لویې څارنوالې لېټیشیا جېمز ویلي، لسګونه کډوال کارکوونکي چې د نیویارک ایالت د روچسټر ښار په یوه هوټل کې د بیارغونې لپاره ګومارل شوي وو، د ۲۰۲۳ کال له پسرلي راهیسې په اونۍ کې تر ۱۱۲ ساعتونو کار کولو ته اړ شوي وو. د نوموړې په وینا، ځینو کارکوونکو لږ تر لږه اته میاشتې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
جېمز زیاته کړې، دغه کارکوونکي له خپلو کورنیو او ماشومانو سره د هوټل په اووم پوړ کې په داسې خونو کې اوسېدل چې د تودوخې، برېښنا، اوبو او فعالو تشنابونو له اسانتیاوو بېبرخې وې او حشراتو هم پکې شتون درلود.
د نیویارک لویې څارنوالې ویلي، د هوټل پخواني مالک او د بیارغونې قراردادي هغو کارکوونکو ته چې د خپلو معاشونو غوښتنه یې کوله، له دندو د ګوښه کولو او له امریکا څخه د شړلو ګواښونه کول.
د لویې څارنوالۍ په دعوه کې د «ایاېچجي» نړیوال شرکت هم تورن شوی، چې د کارکوونکو له جبري کار څخه یې ګټه اخیستې او د هغوی له ناوړه وضعیت او پر وړاندې یې د ګواښونو په اړه خبر و.
خو دغه شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د انسانانو قاچاق او هر ډول استثمار غندي او د هوټل د مالک او قراردادي له لوري د جدي سرغړونو په اړه یې معلومات نهلرل.
د نیویارک لویې څارنوالۍ له محکمې غوښتي، چې د کارکوونکو نهورکړل شوي معاشونه، د اوښتو زیانونو تاوان او د قانوني سرغړونو په تړاو مالي جریمې له تورنو لورو څخه ترلاسه کړي.
د دغې قضیې په اړه وروستۍ پرېکړه به محکمه کوي.