لټون

بښنې نړیوال سازمان: په بنګله‌دېش کې د کارګرانو او د کارګرانو د اتحادیو د مشرانو نیول دې ودرول شي

29 لړم 1405 - 08:46 62 views
بښنې نړیوال سازمان: په بنګله‌دېش کې د کارګرانو او د کارګرانو د اتحادیو د مشرانو نیول دې ودرول شي
Photo: Aljazeera بښنې نړیوال سازمان په بنګله‌دېش کې د معاش د لوړولو د لاریونونو په تړاو د کارګرانو د اتحادیو د مشرانو پر نیولو اندېښنه ښودلې ده.
د بښنې نړیوال سازمان په بنګله‌دېش کې د کارګرانو د اتحادیو د دوو نورو مشرانو له نیول کېدو وروسته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د لږ تر لږه معاش د لوړولو لپاره د سوله‌ییزو لاریونونو او د کارګرانو د حقونو د غوښتنې په تړاو د کارګرانو او د هغوی د استازو نیول او ځورول د اندېښنې وړ دي.

دغه سازمان له بنګله‌دېشي چارواکو غوښتي، چې د هغو کارګرانو او د اتحادیو د مشرانو نیول او ځورول ودروي چې د سوله‌ییزو لاریونونو، غونډو او د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره راټولېږي. بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د تاوتریخوالي د پېښو پر مهال باید سوله‌ییز لاریونوال له هغو کسانو جلا وپېژندل شي چې په تاوتریخوالي کې ښکېل وي.

د راپور له مخې، د نومبر په ۱۷مه د بنګله‌دېش په بېلابېلو سیمو کې د لږ تر لږه معاش په اړه د لاریونونو په تړاو د یوې انلاین غونډې له پای ته رسېدو وروسته، د ګرین بنګله ګارمنټس د کارګرانو د فدراسیون مشره سلطانه بېګم او د دغه فدراسیون عمومي منشي محمد الیاس د پولیسو د کشفي څانګې له لوري نیول شوي دي.

د پېښې شاهدانو ویلي، چې د دوی د نیولو پر مهال د دې کار وضاحت نه دی ورکړل شوی. خو د یاد فدراسیون د یوه غړي په وینا، پر دواړو کسانو د پولیسو د دندو د ترسره کولو د مخنیوي او د لږ تر لږه معاش د لاریونونو پر مهال د یوه فابریکې د ورانولو تورونه لګېدلي دي.

دا د کارګرانو د اتحادیو لومړني مشران نه دي چې په بنګله‌دېش کې د دغو لاریونونو له پیل وروسته نیول کېږي. د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د کارګرانو د اتحادیو پنځه نور غړي نیول شوي وو.

په نیول شویو کسانو کې د بنګله‌دېش د ګارمنټس د کارګرانو د اتحادیې د مرکزي کمېټې مرستیال مصطفی کمال، د ښځو د مشرتابه د کمېټې غړې او د ګرین بنګله فدراسیون د ښوونې او روزنې منشي روزینا اختر سمي، د غازي‌پور د ګارمنټس د خیاطانو د کارګرانو د فدراسیون مشر محمد علي ازګر، د غازي‌پور سیتو د ګارمنټس د کارګرانو او کارکوونکو د فدراسیون مشر محمد مرشد عالم کوثر او د غازي‌پور د ګارمنټس د کارګرانو د «KJK» فېسبوک ډلې مدیر محمد فؤادالرحمن نیرجن شامل دي.

بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې د کارګرانو د سوله‌ییزې راټولېدنې، د اتحادیو د جوړولو او د لوړو معاشونو د غوښتنې حقونه باید خوندي وي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising