لټون

په بریتانیا کې دوه افغانان د ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور مجرم شول

28 لړم 1405 - 08:10 60 views
په بریتانیا کې دوه افغانان د ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري په تور مجرم شول
د بریتانیا یوې محکمې دوه افغان وګړي د اورګاډي په سفر کې پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او ځورونې په جرمونو مجرم پېژندلي دي.
د بریتانیا یوې محکمې دوه افغان وګړي پر یوې ۱۴ کلنې نجلۍ د جنسي تېري او ځورونې په تور مجرم پېژندلي دي. دغه پېښه د روان کال د فبرورۍ په پنځمه، له کېنټ سیمې څخه لندن ته د یوه اورګاډي د سفر پر مهال شوې ده.

د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو د معلوماتو له مخې، بریالی رحیمي، ۲۵ کلن، د جنسي تېري، جنسي ځورونې او له ماشومې سره د جنسي اړیکو د درېیو جرمونو په ګډون په پنځو جرمونو مجرم پېژندل شوی دی.

همداراز، میرعبدالرحمن سادات، ۲۹ کلن، له ماشومې سره د جنسي اړیکو او د یوه کس د جنسي فعالیت ته اړ ایستلو د دوو جرمونو په ګډون په څلورو جرمونو مجرم بلل شوی دی.

د پولیسو په وینا، دواړو کسانو نجلۍ د کېنټ سیمې په سټري تمځای کې لیدلې او وروسته یې له هغې سره د لندن پر لور په یوه اورګاډي کې سفر کړی دی. د محکمې د څېړنو پر مهال څرګنده شوې چې نجلۍ څو ځله هغوی ته ویلي وو چې عمر یې ۱۴ کاله دی او د دوی له کړنو سره یې مخالفت کړی و.

د بریتانیا د ترانسپورټ پولیسو ویلي، چې نجلۍ له پېښې وروسته د پیټربرا په تمځای کې پولیسو ته د پېښې راپور ورکړی و. پولیسو د هغې د څرګندونو او د اورګاډي د امنیتي کامرو د ثبت شویو انځورونو له لارې دواړه کسان پېژندلي او د فبرورۍ په لسمه یې په لوېدیځ لندن کې نیولي وو.

د دواړو کسانو د محاکمې بهیر دوه اوونۍ دوام کړی او د لندن د اېنر لندن جنایي محکمې د چهارشنبې په ورځ د هغوی د مجرمیت پرېکړه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې دواړه کسان د روان کال د ډسمبر په ۱۸مه د همدې محکمې له خوا د سزا اورېدو لپاره حاضر شي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising