لټون

د امریکا کانګرس غړې: افغان نجونې د زده‌کړو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي

27 لړم 1405 - 20:55 70 views
د امریکا کانګرس غړې: افغان نجونې د زده‌کړو لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کوي
د امریکا د استازو جرګې غړې لویس فرانکل وايي، افغان نجونې د طالبانو د محدودیتونو سربېره په پټو ټولګیو کې زده‌کړې کوي او نړیواله ټولنه باید د هغوی ملاتړ وکړي.
د امریکا د استازو جرګې غړې لویس فرانکل وايي، زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی او افغان نجونې د طالبانو د محدودیتونو سربېره، د زده‌کړو د دوام لپاره په پټو ټولګیو کې خپل ژوند له خطر سره مخ کوي.

فرانکل د نومبر په ۱۶مه په یوه پیغام کې چې پر اېکس شبکې یې خپور کړی، ویلي چې افغان نجونې د زده‌کړو لپاره په پټو ټولګیو کې له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښځو او نجونو ترڅنګ ودرېږي.

نوموړې ټینګار کړی چې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې باید د افغان ښځو او نجونو ملاتړ وشي او د زده‌کړو حق یې خوندي شي.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز او پوهنتونونو ته د ښځو پر تګ محدودیتونه لا هم پر ځای دي. له همدې امله، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ځینې ښوونکې او د زده‌کړو فعالانې په خپلو کورونو او پټو ځایونو کې د نجونو لپاره غیررسمي درسي ټولګي جوړوي.

ازادۍ راډیو په یوه تازه راپور کې د دغو پټو ټولګیو د فعالیتونو په اړه لیکلي او ویلي یې دي چې زده‌کوونکې د نیول کېدو له وېرې د ټولګیو ځای او د تګ راتګ وختونه پټ ساتي.

د اسوشیټډ پرېس د یوه بل راپور له مخې، په کابل کې هم ځینې ښځې او نجونې د محدودیتونو سربېره په پټو درسي ټولګیو کې زده‌کړې کوي؛ خو د دغو ټولګیو ښوونکې او زده‌کوونکې د نیول کېدو وېره لري.

د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر لوړو زده‌کړو بندیزونه لګول شوي دي. نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو بنسټونو په وار وار د دغو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه په دې برخه کې عملي بدلون نه دی راغلی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising