د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اسیا او ارام سمندر د اقتصادي همکاریو (اپک) سازمان په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره د چین شنژن ښار ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، پوتین د چهارشنبې په ورځ له خپل چینایي سیال شي جینپینګ سره جلا لیدنه کړې او د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره یې هم د اپک غونډې په څنډه کې روغبړ کړی دی.
ټاکل شوې ده چې د روسیې، امریکا او چین مشران د پنجشنبې په ورځ په یوه درېاړخیزه غونډه کې پر مهمو نړیوالو موضوعاتو خبرې وکړي. د راپورونو له مخې، په دغو خبرو کې د اټومي وسلو د کمولو موضوع هم شامله ده.
ټرمپ هم د چهارشنبې په ورځ چین ته ورسېد او شي جینپینګ یې په شنژن هوايي ډګر کې په رسمي مراسمو کې هرکلی وکړ.
بریتانیا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ کمولو هڅې کوي
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لېنډزي ویلي، لندن هڅه کوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ راکم او د دواړو لورو اړیکې عادي حالت ته ور وګرځوي.
د راپورونو له مخې، لېنډزي په یوه انلاین ناسته کې د طالبانو د حکومت د ریاستالوزرا د دفتر له مشر ملا عبدالواسي سره خبرې کړې دي. نوموړي ویلي چې بریتانیا له دواړو لورو سره په اړیکه کې ده او په پام کې لري چې د خبرو اترو د اسانتیا لپاره ژر پاکستان ته سفر وکړي.
د دې لیدنې په اړه د طالبانو د ویاند مرستیال هم ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د هواري او د اړیکو د عادي کولو پر لارو چارو خبرې شوې دي.
بلینکن: واشنګټن اوس د پاکستان په اړه خپله تګلاره بیا ارزولی شي
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر انتوني بلینکن ویلي، واشنګټن د افغانستان د جګړې پر مهال د اکمالاتي لارو او د پاکستان له هوايي حریم څخه د استفادې لپاره د اسلاماباد همکارۍ ته اړتیا لرله.
بلینکن د «هندوستان ټایمز» د مشرتابه په غونډه کې ویلي، همدې اړتیاوو د دې لامل شوې وې چې امریکا د پاکستان د حکومت او پوځ پر نفوذ هغومره نیوکې ونه کړي لکه څومره چې یې ښايي کولې.
نوموړي زیاته کړې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته اوس واشنګټن فرصت لري چې له پاکستان سره خپلې اړیکې او پخوانۍ تګلاره له سره وارزوي.
بلینکن همداراز ویلي، امریکا کولای شي په پاکستان کې د ملکي حکومت او پوځ ترمنځ د واک د توازن په برخه کې د بدلون د هڅو ملاتړ وکړي، خو د دغه هېواد د حکومت او ټولنې د راتلونکي په اړه وروستۍ پرېکړه باید خپله پاکستانیان وکړي.