د ایران او امریکا ترمنځ د پوځي کړکېچ له زیاتېدو سره، کویټ او بحرین هم د ډرون او هوايي بریدونو د مخنیوي خبر ورکړی دی. ایران وايي، په کویټ کې یې د امریکا اړوند عليالسالم هوايي اډه په نښه کړې؛ دا بریدونه پر قشم ټاپو د امریکا له بریدونو وروسته شوي دي.
د ایران رسمي خبري اژانس ایرنا د دغه هېواد د پوځ د اعلامیې له قوله راپور ورکړی چې ایراني ډرونونو د کویټ په عليالسالم هوايي اډه کې د امریکا د ډرونونو او توغندیو اړوند تاسیسات په نښه کړي دي.
تر دې وړاندې د کویټ پوځ ویلي وو چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیسټمونه د «دښمن» ډرونونو د بریدونو پر وړاندې فعالیت کوي. د کویټ پوځ د بریدونو د اصلي عامل په اړه جزئیات نه وو ورکړي، خو ویلي یې وو چې په هېواد کې د چاودنو اورېدل شوي غږونه د هوايي دفاعي سیسټمونو له خوا د بریدونو د شنډولو پایله ده.
د رویټرز د راپور له مخې، دا له سپټمبر میاشتې راهیسې پر کویټ د ایران لومړنی برید بلل کېږي. کویټ دغه بریدونه د خپل امنیت پر وړاندې خطرناکه پېښه بللې او ویلي یې دي چې د خپلې خاورې د دفاع حق لري.
دا پېښې وروسته له هغې رامنځته شوې چې امریکا د سېشنبې په ورځ د ایران پر جنوبي قشم ټاپو څو بریدونه وکړل. دغه ټاپو د هرمز تنګي ته څېرمه موقعیت لري او د سیمې له مهمو سمندري لارو سره نږدې پروت دی.
د امریکا یوه چارواکي الجزیرې ته ویلي چې په قشم ټاپو کې د توغندیو د توغولو یو ځای په نښه شوی دی. خو د هرمزګان ولایت مرستیال والي احمد نفیسي ایرنا ته ویلي چې د امریکا بریدونو استوګنیزو، سوداګریزو او زیربنایي سیمو ته زیان نه دی اړولی. د ایرنا د راپور له مخې، د سېشنبې په ماښام په دغه ټاپو کې له پنځو تر شپږو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
په بحرین کې هم د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د احتمالي ګواښونو له امله څو امنیتي خبرداریونه خپاره کړي دي. وزارت له خلکو غوښتي چې ارام پاتې شي، له غیرضروري تګ راتګ ډډه وکړي او د اړتیا پر مهال نږدې خوندي ځای ته ولاړ شي.
د بحرین دفاعي ځواکونو ویلي چې د چهارشنبې په ورځ یې د ایران څو هوايي بریدونه شنډ کړي دي. ایران په وروستیو ورځو کې څو ځله په بحرین کې د امریکا پوځي تاسیسات او راداري سیسټمونه د خپلو ډرونونو د بریدونو هدف بللي دي. د امریکا مرکزي قوماندانۍ ویلي چې په بحرین کې یې د رادار پر سیستم د ایران ډرونونه شنډ کړي او امریکايي تجهیزاتو یا پرسونل ته زیان نه دی رسېدلی.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د بریدونو دغه تبادله د شاوخوا دوو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته شوې او په دې توګه د شخړې لمن د فارس خلیج نورو هېوادونو ته هم پراخه شوې ده.
دا کړکېچ په داسې حال کې زیاتېږي چې د هرمز تنګي د امنیت او د تېلو او سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ په اړه اندېښنې هم ډېرې شوې دي. د سیمې د مهمې سمندري لارې هر ډول ګډوډي کولای شي د نړیوالې سوداګرۍ او د انرژۍ پر بیو اغېز وکړي.