د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت غواړي په جرمني کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ ته څلور نوي ډیپلوماټان واستوي. سرچینې وايي، دغه کسان د جرمني د ویزو ترلاسه کولو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې دي.
د افغانستان انټرنشنل او نورو رسنیو د راپورونو له مخې، په دغې ډلې کې هدایتالله پکتین، محمدحکیم حکیمي، بشیر احمد افغان او سعید اکبر رستاد شامل دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، بشیر احمد افغان به په برلین کې د افغانستان په سفارت کې د لومړي منشي او سعید اکبر رستاد به د دویم منشي په توګه دنده ترسره کړي. همدارنګه، هدایتالله پکتین او محمدحکیم حکیمي به د بن ښار په قونسلګرۍ کې د دویمو منشیانو په توګه وګومارل شي.
سرچینې ادعا کوي چې د جرمني حکومت دغو څلورو کسانو ته د ویزو له صادرولو سره موافقه کړې ده؛ خو د جرمني حکومت او د طالبانو چارواکو تر اوسه په رسمي ډول د دغو کسانو د لېږلو او ویزو د صادرولو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې جرمني د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی اداره په رسمیت نه ده پېژندلې، خو په ځینو برخو کې یې ورسره تخنیکي اړیکې ساتلې دي.
د جرمني حکومت د ۲۰۲۶ کال په جون کې ویلي وو چې تر څلورو پورې طالب کونسلي کارکوونکو ته د جرمني د سفر اجازه ورکول کېدای شي او د هغوی د ویزو په تړاو امنیتي ارزونې روانې دي. برلین ویلي چې دا ډول تخنیکي او قونسلي همکاري د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې معنا نه لري.
د جرمني او طالبانو ترمنځ د دغو اړیکو یوه مهمه برخه په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو قونسلي چارې او د هغو افغانانو د بېرته ستنولو موضوع ده چې د استوګنې قانوني حق نه لري.
که دغه څلور کسان جرمني ته ولاړ شي، په برلین او بن کې به د افغانستان په ډیپلوماټیکو استازولیو کې د طالبانو د ګومارل شویو کارکوونکو حضور نور هم پراخ شي.