لټون

د بي‌بي‌سي او ايکیا په ګډون ۱۷۸ وېبپاڼې سایبري برید ځپلې دي

27 لړم 1405 - 13:44 45 views
د بي‌بي‌سي او ايکیا په ګډون ۱۷۸ وېبپاڼې سایبري برید ځپلې دي
د ۱۷۸ ادارو وېبپاڼې د Optimizely له لارې د سایبري برید هدف شوې؛ بریدګرو د بانکي کارتونو او کریپټو اسعارو د معلوماتو د غلا هڅه کړې ده.
د بي‌بي‌سي، سي‌اېن‌اېن، ايکیا، ایر فرانس او زوم په څېر د نړۍ د مشهورو وېبپاڼو په ګډون د ۱۷۸ ادارو انلاین خدمتونه د یوه پراخ سایبري برید هدف ګرځېدلي دي. د امنیتي څېړونکو په وینا، د بریدګرو موخه د کاروونکو د بانکي کارتونو او کریپټو اسعارو د معلوماتو غلا او د اپل پر ځینو وسایلو د ناوړه کوډونو خپرول وو.

د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، بریدګرو د «Optimizely» په نوم د ډیجیټلي پلاتفورم له لارې د دغو وېبپاڼو په ځینو برخو کې ناوړه جاواسکرېپټ کوډونه ځای پر ځای کړي وو. دغه پلاتفورم شرکتونو ته د خپلو وېبپاڼو د ازمېښت، تنظیم او د کاروونکو د تجربې د ښه کولو امکانات برابروي.

د سایبري امنیت څېړونکي سکاټ هلم په خپل راپور کې ویلي چې د برید له امله د زوم، بي‌بي‌سي، سي‌اېن‌اېن، سېلزفورس، ګیټ‌لب، ايکیا، HSBC، ایکویفکس، ایر فرانس او لیجر په ګډون د ۱۷۸ ادارو وېبپاڼې اغېزمنې شوې دي.

د څېړونکو په وینا، ناوړه کوډونو د کاروونکو د بانکي کارتونو د شمېرو، د کریپټو اسعارو د لېږد معلوماتو او ځینو نورو حساسو معلوماتو د غلا هڅه کوله. دغه کوډونه د دې وړتیا هم لرله چې د کریپټو اسعارو د تادیاتو پر مهال د ترلاسه کوونکي اصلي پته د بریدګرو له پتې سره بدله کړي.

همدارنګه، بریدګرو هڅه کړې وه چې د آیفون او آیپډ ځینې زاړه عملیاتي سیسټمونه د نورو ناوړه پروګرامونو د خپرولو لپاره په نښه کړي. خو د رویټرز د راپور له مخې، اپل ویلي چې په دې برید کې په نښه شوې امنیتي نیمګړتیاوې یې تر دې وړاندې په نویو امنیتي تازه‌کاري‌و کې اصلاح کړې وې؛ له همدې امله هغه وسایل چې تازه امنیتي نسخې یې نصب کړې وې، تر ډېره خوندي وو.

د سکاټ هلم په وینا، د بریدګرو د کریپټو اسعارو حسابونو ته د نومبر په ۱۶مه، د شاوخوا نهو ساعتونو په موده کې نږدې ۷ زره او ۴۰ ډالره ورلېږدول شوي وو. خو تر اوسه په دې اړه کره معلومات نشته چې د برید په پایله کې ټول څومره کاروونکي اغېزمن شوي او د مالي معلوماتو د غلا واقعي کچه څومره وه.

د «Optimizely» شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د خپل Web Experimentation خدمت په ځینو کاروونکو پورې اړوند پروژو کې یې امنیتي پېښه تشخیص او کنټرول کړې ده. شرکت زیاته کړې چې زیان‌منونکې برخه یې بنده کړې، ناوړه کوډونه یې لرې کړي او اغېزمنو مشتریانو ته یې خبر ورکړی دی.

د سایبري امنیت متخصصین دا پېښه د درېیمګړي سافټویر له لارې د برید یوه بېلګه بولي؛ ځکه د یوې ټکنالوژۍ امنیتي نیمګړتیا کولای شي د ګڼو مشهورو وېبپاڼو کاروونکي له خطر سره مخ کړي، حتی که د دغو وېبپاڼو خپل اصلي سیستمونه په مستقیم ډول نه وي هک شوي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising