لټون

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب ۸۰ کاله؛ د مشرانو کلنۍ وینا شپږم کال هم پاتې شوه

26 لړم 1405 - 16:11 83 views
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب ۸۰ کاله؛ د مشرانو کلنۍ وینا شپږم کال هم پاتې شوه
د افغانستان د نومبر په ۱۹مه په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ۸۰یم کال دی؛ په داسې حال کې چې د هېواد د رسمي استازولۍ لانجه لا هم نه ده حل شوې.
افغانستان د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۹مه په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب ۸۰مه کلیزه پوره کیږي؛ دغه هېواد د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه، هغه مهال چې د افغانستان پاچاهي وه، د ملګرو ملتونو غړی شو.

د افغانستان د ملګرو ملتونو دایمي استازولۍ اعلان کړی چې د دې کلیزې په مناسبت به د نومبر په ۱۸مه یوه انلاین غونډه جوړه کړي. د غونډې موخه د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د افغانستان د اتیا کلنې ونډې، ډیپلوماټیکو فعالیتونو او راتلونکو همکاریو ارزونه بلل شوې ده.

خو د دې کلیزې په درشل کې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ موضوع لا هم له سیاسي او ډیپلوماټیکو ستونزو سره مخ ده. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د افغانستان د څوکۍ د سپارلو په اړه د طالبانو د حکومت غوښتنه د ملګرو ملتونو د باورلیکونو کمېټې وروستۍ پرېکړې ته نه ده رسېدلې او د افغانستان دایمي استازولي لا هم د پخواني حکومت د ګومارل شویو ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي.

له بلې خوا، افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په کلني عمومي بحث کې د هېوادونو د مشرانو د ویناوو له لېسته د شپږم پرله‌پسې کال لپاره پاتې دی. د افغانستان په استازیتوب وروستۍ کلنۍ وینا په ۲۰۲۰ کال کې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له خوا شوې وه.

د یادونې ده چې د افغانستان د استازولۍ د وضعیت په اړه د اختلافونو دوام، د هېواد په نړیواله کچه د رسمي استازیتوب او ډیپلوماټیک حضور په اړه پوښتنې لا هم پر ځای ساتلې دي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising