د امریکا استخباراتي ادارو د ایران له لوري په واشنګټن کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر لوړپوړو چارواکو د احتمالي برید په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د سيانان د راپور له مخې، په دې احتمالي برید کې د «ککړې راډیواکټیف بم» یا کیمیاوي وسلو د کارولو سناریو هم شامله ده.
سيانان د اوو امریکايي چارواکو په حواله ویلي چې استخباراتي معلومات د داسې احتمالي پلانونو یادونه کوي چې پکې په واشنګټن کې ځینې مشخص ځایونه او هدفونه په نښه شوي دي. د راپور له مخې، دغو معلوماتو امریکايي چارواکي دې ته اړ کړي چې د احتمالي برید د مخنیوي لپاره بېړني امنیتي تدابیر او بدیل پلانونه وڅېړي.
خو سرچینو ټینګار کړی چې د ایران له لوري د دغو پلانونو ارزونه په دې معنا نه ده چې برید حتمي یا نږدې دی؛ بلکې ښايي تهران یوازې د احتمالي غچ اخیستنې لپاره بېلابېل انتخابونه څېړي. امریکايي چارواکي هم د دې په اړه یوه خوله نه دي چې ایران په رښتیا د داسې برید د ترسره کولو وړتیا او اراده لري که نه.
د سپینې ماڼۍ ویاندې لارن بيس ویلي، امریکا ټول احتمالي ګواښونه څاري، خو په اوس وخت کې د دغه هېواد پر خاوره هېڅ معتبر ګواښ نشته.
په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ هم د کیمیاوي وسلو د کارولو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ایران په هر ډول شرایطو کې د کیمیاوي وسلو کارول ناقانونه بولي او دا ادعاوې بېبنسټه او جوړې شوې دي. د ایران استازولۍ د ککړې بم په اړه د استخباراتي ادعاوو په ځانګړي ډول وضاحت نه دی ورکړی.
د استخباراتي څارنې قانون هم د بحث موضوع ګرځېدلی
د سيانان د راپور له مخې، د امریکا امنیتي چارواکي په داسې حال کې د احتمالي بریدونو په اړه اندېښمن دي چې د استخباراتي څارنې د قانون د ۷۰۲ مادې د بیا تمدید لپاره پر کانګرس فشارونه زیات شوي دي.
دغه ماده امریکايي استخباراتي ادارو ته اجازه ورکوي چې د بهرنیو وګړو برېښنايي اړیکې او مخابرات له قضايي حکم پرته وڅاري او معلومات ترې راټول کړي؛ خو د دې بهیر په ترڅ کې د امریکايي وګړو اړیکې هم تر څارنې لاندې راتلای شي. د دې مادې د تمدید پلویان وايي، دا د ترهګریزو او امنیتي ګواښونو د مخنیوي لپاره مهمه وسیله ده، خو منتقدان یې د شخصي حریم او مدني ازادیو لپاره خطر بولي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو خبرې له خنډونو سره مخ دي او د هرمز تنګي د وضعیت او امریکايي بندیزونو پر سر اختلافات دوام لري.