لټون

باوري سرچینې د احتمالي سفارتي بدلونونو خبر ورکوي، خو فرانسه لا هم د طالبانو رسمي پېژندنه ردوي

25 لړم 1405 - 14:32 200 views
باوري سرچینې د احتمالي سفارتي بدلونونو خبر ورکوي، خو فرانسه لا هم د طالبانو رسمي پېژندنه ردوي
باوري سرچینې د پاریس د افغانستان سفارت د احتمالي اداري بدلونونو خبر ورکوي، خو فرانسه لا هم د طالبانو رسمي پېژندنه ردوي. د VOXrevo ځانګړی راپور.
د فرانسې او طالبانو ترمنځ د افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو د تخنیکي تماسونو له رسمي تایید وروسته، اوس د پاریس د افغانستان د سفارت د راتلونکي په اړه نوې پوښتنې راپورته شوې دي.
باوري سرچینې وایي چې په پاریس کې د افغانستان د سفارت د اداري جوړښت او استازولۍ په اړه ځینې بدلونونه تر بحث لاندې دي، خو تر اوسه د فرانسې حکومت د سفارت د سپارلو یا د طالبانو د ډیپلوماتانو د رسمي منلو په اړه کومه رسمي پرېکړه نه ده اعلان کړې.

د سفیر ماموریت پای ته رسېږي؟
باوري سرچینو VOXrevo ته ویلی چې په فرانسه کې د افغانستان د پخواني جمهوري نظام سفیر همایون عزیزي ته څه موده وړاندې ویل شوي چې د سفارت اړوند سیاسي او دیپلوماتیک ماموریت یې پای ته رسېدلی دی.


پاریس کې د فرانسې او د یونسکو سازمان لپاره  د افغانستان د اسلامي جمهوریت سفارت ودانۍ او لوحه. عکس: VOX 15/11/2026

د سرچینو په وینا، نوموړي ته ویل شوي چې د یونسکو په سازمان کې د افغانستان د استازي دنده یې لا هم دوام مومي، خو د افغانستان د سفارت سیاسي استازولي او اړوند مأموریت نور د پخوا په څېر نه دی. VOXrevo ونه توانېد چې په دې اړه د فرانسوي چارواکو مستقل تایید ترلاسه کړي.



د طالبانو سرچینې څه وایي؟
طالبانو ته نږدې یوې باوري سرچینې VOXrevo ته ویلي چې د طالبانو له لوري پاریس کې د افغانستان سفارت لپاره څو نوماند ډیپلوماتان وړاندیز شوي دي.
سرچینې ادعا کړې چې یو احتمالي نوماند له څو اونیو راهیسې په پاریس کې حضور لري او ښايي د سفارت د چارو د سمبالولو لپاره په پام کې ونیول شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوې بلې سرچینې VOX ته ویلي چې ټاکل شوې ده د طالبانو د حکومت یو احتمالي شارژدافیر يي د روان کال د ډسمبر دوېیمه اونۍ کې پاریس ته سفر وکړي.
خو د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه هېڅ رسمي فرانسوي تأیید نه دی خپور شوی.

فرانسه څه وایي؟
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونیز د نومبر په دویمه د فرانسې ملي شورا ته وویل چې پاریس له طالبانو سره د هغو افغانانو د بېرته ستنولو په تړاو تخنیکي تماسونه پیل کړي چې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
هغه ویلي وو: "موږ هڅه کوو دا امکان ترلاسه کړو چې یو شمېر ناقانونه مېشت افغانان خپل هېواد ته ولېږو. دا تخنیکي خبرې دي. نور اروپايي هېوادونه هم دا کار کوي."


عکس کې د فرانسې ملي شورا پر ودانۍ لګول شوی بیرغ او لوحه لیدل کیږي. د نومبر ۱۵مه ۲۰۲۶

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت کې یو سرچینې د فرانسې ۲۴ ټلویزیون خبریال د پوښتنو په ځواب کې France24 د ورته دریځ تکرار
کړی او ټینګار یې کړی چې دا تماسونه تخنیکي دي او د طالبانو د رسمي پېژندنې معنا نه لري.

د بهرنیو چارو وزارت دریځ
په ورته وخت کې د فرانسې د اروپا او بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په اړه خپل پخوانی انتقادي دریځ ساتلی دی.
د وزارت ویاند پاسکال کنفارو په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې افغان ښځې او نجونې له زده‌کړو، کار، ازاد تګ راتګ او ټولنیز مشارکت څخه محرومې شوې دي.

فرانسې دغه راز د طالبانو د چارواکو پر وړاندې د نړیوالې جنایي محکمې د حقوقي اقداماتو او د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ ملاتړ کړی دی.

پخواني ډیپلوماتان بیا وېشلي نظرونه لري؛

VOXrevo چې د موضوع په اړه له یو شمېر پخوانیو افغان ډیپلوماتانو او د پخواني نظام له مسوولینو غړو سره خبرې کړې، متضاد نظرونه یې ترلاسه کړي دي.
د پولنډ لپاره د افغانستان د سفارت پخوانۍ سرپرستې او مرستیالې نګاره میرداد ویلي:
"فکر نه کوم چې د سفارت د سپارلو موضوع مطرح وي. فرانسه له لومړۍ ورځې راهیسې له طالبانو سره تخنیکي تعاملات لرل. احتمالاً به د سویس او اتریش په څېر د اخراج او قونسلي همکاریو لپاره محدود تفاهم موجود وي."


عکس: د پولنډ لپاره د افغانستان د سفارت پخوانۍ سرپرسته نګاره میرداد

د مېرمن نګاره په باور چې د اورپایي ټولنې او کمېسیون سره د خبرو لپاره بروکسل ته د طالبانو استازو را وستل له لومړي سره ناسم او د اورپا د ارزښتو او بشر حقونو خلاف کار و.  « د مجرم بندیانو د اخراج لپاره داسې لارې وې چې  طالبانو ته د سیاسي او ډیپلوماټیک امتیاز ورکولو پرته هم ممکن شوی وی.»
خو د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوه لوړپوړي چارواکي او د پخواني ولسمشر اشرف غني نږدې سلاکار فضل محمود فضلي بیا بل
نظر لري.
نوموړي VOXrevo ته ویلي: "هغه هېوادونه چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د افغانستان سیاسي او دولتي نظام طالبانو ته پرېښود، که نن د یوه سفارت اداره هم ورته وسپاري، دا به د هماغې تګلارې دوام وي."
د پخواني جمهوریت دا چارواکی وایي: "که فرانسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، نو د کومو اصولو پر بنسټ افغانان بېرته افغانستان ته استوي؟"

عکس: د افغانستان د پخواني جمهوري نظام یوه لوړپوړي چارواکي او د پخواني ولسمشر اشرف غني سلاکار فضل محمود فضلي

دغه راز موږ هڅه وکړه چې پاریس کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت اړوند سفیر همایون عزیزي سره د دوی د نږدې کسانو له لارې خبرې وکړو و او په دې تړاو یې نظر واخلو خو له پرلپسې هڅو او تماسونو سره افغان سفیر زموږ د اړیکو ځواب ته حاضر نه شو.

بې ځواب پاتې پوښتنې چې تر اوسه روښانه نه دي:
ایا پاریس به د طالبانو کوم ډیپلومات ومني؟
ایا موضوع یوازې د قونسلي او تخنیکي همکاریو تر کچې محدوده ده؟
که د سفارت په اداري جوړښت کې ژور بدلونونه په پام کې دي؟

فرانسې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی.
خو د بېرته ستنولو د بهیر، د سفري اسنادو د صادرولو اړتیا او له طالبانو سره د تخنیکي تماسونو زیاتېدو، په پاریس کې د افغانستان د سفارت د راتلونکي په اړه مهمې پوښتنې راپورته کړې دي.
VOXrevo به د موضوع پرمختګ له نږدې تعقیب کړي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising