لټون

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر د بلوڅانو د ازادي غوښتونکې ډلې مشر شو

25 لړم 1405 - 13:21 95 views
د پاکستان د پوځ پخوانی افسر د بلوڅانو د ازادي غوښتونکې ډلې مشر شو
Photo: South Asia Press د پاکستان د پوځ پخوانی کپتان رحمان ګل د بلوڅانو د ازادي غوښتونکې ډلې نوی قوماندان ټاکل شوی. نوموړي مخکې د دې ډلې د مجید لوا مشري هم کړې ده.
د پاکستان د پوځ یو پخوانی افسر رحمان ګل د بلوڅانو د ازادي غوښتونکې وسله‌والې ډلې (BLA) نوی قوماندان ټاکل شوی دی. نوموړی چې اته کاله یې د پاکستان په پوځ کې دنده ترسره کړې، اوس د همدې پوځ پر وړاندې د جګړې کوونکې ډلې مشري پر غاړه اخلي.

د راپور له مخې، رحمان ګل د بشیر زیب ځای ناستی شوی دی. نوموړی په «استاد مرید» او «مرید بلوڅ» نومونو هم پېژندل کېږي او د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ اوسېدونکی دی. ویل کېږي چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د پوځ د دندې پرېښودو او له وسله‌والې ډلې سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه.

د راپورونو له مخې، ګل په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستان پوځ ته شامل شوی و او شاوخوا اته کاله یې د پوځ په ۱۹مې فرنټیر فورس رجمنټ کې دنده ترسره کړې ده. د جېمزټاون بنسټ د ۲۰۲۵ کال په یوه څېړنیز راپور کې لیکلي چې نوموړي په شمالي او جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد پوځي عملیاتو کې هم برخه اخیستې وه.

ګل وروسته د بلوڅانو له ازادي غوښتونکې ډلې سره یوځای شو او د دې ډلې په لیکو کې یې بېلابېلې پوځي دندې ترسره کړې. نوموړی د «مجید لوا» مشر هم پاتې شوی؛ دا د BLA هغه ځانګړې وسله‌واله څانګه ده چې د ځانمرګو بریدونو مسوولیت یې منلی دی. د څېړونکو په باور، د پاکستان د پوځ پخوانۍ تجربه او د پوځي جوړښتونو په اړه د ګل معلومات ښايي د نوموړي په نوي رول کې مهم وي.

د بلوڅانو د ازادي غوښتونکې ډلې د مشرتابه بدلون د نومبر پر ۱۴مه اعلان شو. د دې ډلې ویاند جیاند بلوڅ ویلي، د مشرانو او قوماندانانو تر مشورو وروسته د ډلې د جګپوړې قوماندې شورا رحمان ګل په اتفاق د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. نوموړی د بشیر زیب ځای ناستی شوی، چې د نومبر په درېیمه یې د مشرتابه د پرېښودو خبر ورکړل شوی و.

د بلوچستان د شخړې ریښې

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لویه او د بېوزلۍ له پلوه تر ټولو وروسته پاتې صوبه بلل کېږي. دغه سیمه د طبیعي ګازو، مسو، سرو زرو او سکرو پراخې زېرمې لري؛ خو د سیمې د خلکو یوه لویه برخه لا هم له بېوزلۍ، کمزورو عامه خدمتونو او د سیاسي ونډې له محدودیتونو شکایت لري.

د بلوڅانو بېلتون‌پاله ډلې ادعا کوي چې د سیمې طبیعي شتمني د مرکزي حکومت او بهرنیو پانګوالو په ګټه کارول کېږي، خو ځايي خلکو ته یې کافي ګټه نه رسېږي. د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) هم د دې شخړې یوه مهمه برخه ګرځېدلې، ځکه وسله‌والې ډلې د چین په مالي ملاتړ پروژې د پاکستان د مرکزي حکومت د نفوذ د پراخولو وسیله بولي.

د پاکستان حکومت بیا د بلوڅانو د وسله‌والو ډلو فعالیتونه د هېواد د امنیت او ثبات پر وړاندې ګواښ بولي. د بشري حقونو بنسټونو هم د دواړو خواوو د کړنو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د BLA له لوري پر امنیتي ځواکونو، ملکي وګړو او چینایي وګړو بریدونه شوي او امریکا دغه ډله د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومولې ده.

د رحمان ګل ټاکل کېدل په داسې حال کې دي چې په بلوچستان کې د پاکستان د پوځ او بلوڅو وسله‌والو ترمنځ جګړه روانه ده. د یوه پخواني پوځي افسر د دې ډلې مشري ته رسېدل د پاکستان د امنیتي ادارو لپاره نوې ننګونه بلل کېدای شي؛ خو دا چې د نوموړي مشري به د جګړې پر څرنګوالي او د ډلې پر راتلونکو عملیاتو څه اغېز ولري، لا روښانه نه ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising