لټون

اروپا روانډا ته د رد شوو پناه‌غوښتونکو د لېږلو طرحه اعلانوي

25 لړم 1405 - 11:38 191 views
اروپا روانډا ته د رد شوو پناه‌غوښتونکو د لېږلو طرحه اعلانوي
جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ غواړي هغه پناه‌غوښتونکي روانډا ته ولېږي چې په اروپا کې یې د پاتې کېدو ټولې قانوني لارې پای ته رسېدلې وي.
د جرمني، اتریش، یونان، ډنمارک او هالنډ حکومتونه په پام کې لري چې هغه پناه‌غوښتونکي روانډا ته ولېږي چې په اروپايي ټولنه کې یې د پاتې کېدو ټولې قانوني لارې پای ته رسېدلې وي.

د رویټرز د راپور له مخې، د دغو هېوادونو استازي به د دوشنبې په ورځ په ویانا کې د یوې داسې هوکړې د اعلان لپاره سره راټول شي چې له مخې یې روانډا د رد شوو پناه‌غوښتونکو د لېږد او ساتنې د مرکز په توګه وکارول شي. دا طرحه د اروپايي ټولنې د هغو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د ناقانونه کډوالۍ مخه ونیسي او د رد شوو کډوالو بېرته ستنول چټک کړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه طرحه د بریتانیا له هغې پخوانۍ او ناکامې طرحې سره توپیر لري چې له مخې یې غوښتل کېدل ځینې پناه‌غوښتونکي روانډا ته ولېږدول شي، په داسې حال کې چې د هغوی د پناه غوښتنې دوسیې لا تر څېړنې لاندې وې. د اروپايي هېوادونو په نوې طرحه کې یوازې هغه کسان شامل دي چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې یې د پاتې کېدو ټولې قانوني لارې کارولې او غوښتنلیکونه یې رد شوي وي.

د یورونیوز د راپور له مخې، لومړنی مرکز ښايي د ازمایښتي پروژې په توګه د ۲۰۲۷ کال په پسرلي یا دوبي کې فعالیت پیل کړي او په لومړي پړاو کې به د دغو پنځو هېوادونو څو سوه کډوال پکې ځای پر ځای شي. د راپور له مخې، د مرکز د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ ازادي او د کار او ټولنیز ادغام زمینه هم په پام کې نیول شوې ده.

خو د بشري حقونو بنسټونو د دې طرحې په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د اروپا شورا خبرداری ورکړی چې له اروپايي ټولنې بهر د کډوالو لېږد د بشري حقونو د سرغړونو جدي خطرونه رامنځته کولای شي. د ډنمارک د کډوالو شورا هم پوښتنه کړې چې که په روانډا کې د کډوالو حقونه تر پښو لاندې شي، د هغوی د شکایت حق به څنګه خوندي کېږي او څوک به یې مسوولیت پر غاړه اخلي؟

د دې طرحې ملاتړي وايي چې درېیم هېواد ته د لېږد احتمال ښايي د هغو کسانو مخه ونیسي چې د قاچاقبرو په مرسته اروپا ته د رسېدو هڅه کوي. خو د کډوالۍ د څېړونکو په اند، سخت قوانین او د شړلو پروګرامونه ښايي د کډوالۍ لارې بدلې کړي، خو دا لا نه ده ثابته شوې چې په اوږدمهال کې د کډوالۍ بهیر کموي.

د اروپايي ټولنې د نوې بېرته ستنولو مقرره غړو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې له اروپايي ټولنې بهر د بېرته ستنولو مرکزونه جوړ کړي؛ خو دا ډول هوکړې باید د نړیوالو بشري حقونو او د هغو کسانو د نه شړلو اصل ته درناوی وکړي چې په خپل هېواد کې د ځورونې یا خطر له ګواښ سره مخ وي. بې‌سرپرسته ماشومان هم له دغو هوکړو مستثنا دي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising