لټون

د جرمني د حکومت راپور: د کډوالو ادغام تر بل هر وخت ښه شوی، خو ستونزې لا هم شته

25 لړم 1405 - 09:11 79 views
د جرمني د حکومت راپور: د کډوالو ادغام تر بل هر وخت ښه شوی، خو ستونزې لا هم شته
د جرمني د حکومت نوی راپور ښيي چې د کډوالو ادغام ښه شوی او ډېری ځانونه د ټولنې برخه ګڼي، خو د کار، زده‌کړو او عاید په برخو کې لا هم ستونزې شته.
د جرمني د حکومت په یوه تازه راپور کې ویل شوي چې په دغه هېواد کې د کډوالۍ مخینې لرونکو خلکو ټولنیز ادغام د پخوا په پرتله ښه شوی او ډېری یې ځانونه د جرمني ټولنې برخه ګڼي. خو راپور څرګندوي چې د زده‌کړو، کارموندنې، عاید او ټولنیز ګډون په برخو کې لا هم نابرابرۍ موجودې دي.

د جرمني د مهاجرت او ادغام په چارو کې د حکومت استازې ناتالي پاولیک د نومبر پر ۱۱مه د ادغام پنځلسم راپور وړاندې کړ. په راپور کې د ۵۸ شاخصونو له مخې د ټولنې ۱۴ برخې ارزول شوې او ډېری معلومات یې د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ موده رانغاړي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د جرمني د نفوس ۲۶.۳ سلنه، یعنې شاوخوا ۲۱.۸ میلیونه کسان، د کډوالۍ مخینه لري. که هغه کسان هم ورسره وشمېرل شي چې یوازې یو مور یا پلار یې کډوال وي، دا شمېره د ټول نفوس نږدې ۳۰ سلنې ته رسېږي.

راپور ښيي چې ۸۱ سلنه هغو کسانو چې جرمني ته کډوال شوي، ځانونه له دغه هېواد سره تړلي احساسوي. د کډوالو د اولادونو ترمنځ دا کچه ۸۹ سلنه ده، په داسې حال کې چې د کډوالۍ مخینې نه لرونکو خلکو کې ۹۱ سلنه ده.

د کارموندنې په برخه کې هم د کډوالو ونډه زیاته شوې ده. د راپور له مخې، له ۲۰۲۴ کال راهیسې په جرمني کې د کارکوونکو د شمېر زیاتوالی په بشپړ ډول د بهرنیو تابعیت لرونکو خلکو له امله دی. خو کډوال لا هم د جرمني له هغو وګړو لږ عاید ترلاسه کوي چې د کډوالۍ مخینه نه لري.

د زده‌کړو په برخه کې د کډوالو د اولادونو پرمختګ هم د پام وړ بلل شوی؛ نږدې نیمایي یې د خپلو والدینو په پرتله لوړې زده‌کړیزې کچې ته رسېدلي دي.

سره له دې، راپور د ماشومانو د زده‌کړو، د کډوالو ښځو د کارموندنې، د عاید د توپیر او تبعیض په برخو کې لا هم جدي ستونزې یادې کړې دي. د راپور په وینا، د ادغام د لا ښه کېدو لپاره د ژبې زده‌کړې، باکیفیته تعلیم او کار ته د لاسرسي زمینه باید پیاوړې شي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising