لټون

ایران لا هم بالستیک توغندي تولیدوي؛ د توغندیو شمېر یې څومره دی؟

24 لړم 1405 - 07:36 72 views
ایران لا هم بالستیک توغندي تولیدوي؛ د توغندیو شمېر یې څومره دی؟
د وال‌سټریټ ژورنال د راپور له مخې، ایران د پخوانیو زېرمه شویو پرزو په مرسته د بالستیک توغندیو تولید ته دوام ورکړی او لا هم زرګونه توغندي په واک کې لري.
د امریکا وال‌سټریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، ایران د خپلو پخوانیو زېرمه شویو پرزو په کارولو سره د بالستیک توغندیو تولید او راټولولو ته دوام ورکړی او د دې چارې یوه برخه په ځمکې لاندې تاسیساتو کې ترسره کوي.

د امریکايي چارواکو د استخباراتي ارزونو له مخې، ایران اوس هم د ۱۵۰۰ او ۲۵۰۰ ترمنځ بالستیک توغندي لري. اسرائیلي چارواکي هم د ایران د توغندیو شمېر له ۱۵۰۰ څخه زیات اټکلوي. البته، امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې د دې شمېرې په اړه د استخباراتي معلوماتو د کره‌والي کچه محدوده ده.

د راپور له مخې، ایران د توغندیو د تولید د ځینو تاسیساتو له ویجاړېدو وروسته، د پخوانیو زېرمه شویو پرزو په مرسته د توغندیو راټولول بېرته پیل کړي دي. دغه بهیر د جګړې له مخکیني حالت سره په پرتله په کمه کچه روان دی او په ځینو ځمکې لاندې مرکزونو کې فعالیتونه هم پکې شامل دي.

بل لور ته، د اسرائیل ټایمز ورځپاڼې د نومبر د ۱۱مې نېټې په راپور کې د لوېدیځو استخباراتي ارزونو له مخې لیکلي، چې ایران ښايي هره میاشت شاوخوا ۵۰ بالستیک توغندي تولید کړي او د دغه هېواد د توغندیو زېرمه لږ تر لږه ۱۷۰۰ ته رسېږي.

دا معلومات په داسې حال کې خپرېږي چې د امریکا د دفاع وزیر پیت هېګسېت مخکې ادعا کړې وه چې د ایران پوځي او دفاعي صنعتي ظرفیت ته سخت زیان اوښتی او د توغندیو د تولید ډېری بنسټونه له منځه تللي دي. خو وروستۍ ارزونې ښيي چې د ایران د توغندیو د پروګرام د بشپړ له منځه وړلو په اړه لا هم پوښتنې شته.
Advertisement Space Available Contact us for advertising