لټون

۱۳ کلنې افغانې صوفیا سروري د جوجیتسو نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه

23 لړم 1405 - 07:14 115 views
۱۳ کلنې افغانې صوفیا سروري د جوجیتسو نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال وګاټه
افغانې ورزشکارې صوفیا سروري د ابوظبۍ د ۲۰۲۶ کال د ځوانانو د جوجیتسو په نړیوالو سیالیو کې د ۴۴ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د سپینو زرو مډال وګاټه.

۱۳ کلنې افغانې ورزشکارې صوفیا سروري د ۲۰۲۶ کال د ابوظبۍ د ځوانانو د جوجیتسو په نړیوالو سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

سروري د نجونو د ۴۴ کیلوګرامه وزن په «GI» څانګه کې دویم مقام ترلاسه کړ. نوموړې تر پایلوبې پورې په رسېدو سره د قزاقستان سیالې یاسمینا یلیوبایوا ته د ۷ پر صفر په پایلې ماتې ورکړه.

هغې په پایلوبه کې د برازیل له ورزشکارې کتریني موټا وارټو سره سیالي وکړه. د دواړو ورزشکارانو ترمنځ لوبه د یوه پر یوه په مساوي پایلې پای ته ورسېده، خو د قاضیانو د پرېکړې له مخې د سرو زرو مډال برازیلۍ سیالې وګاټه او صوفیا سروري د سپینو زرو مډال ترلاسه کړ.

په دې وزن کې څلورو ورزشکارانو ګډون کړی و. د برازیل کتریني موټا وارټو لومړی، صوفیا سروري دویم، د قزاقستان یاسمینا یلیوبایوا درېیم او د برازیل لورا سیلوا څلورم مقام خپل کړ.

د ابوظبۍ د ځوانانو د جوجیتسو نړیوالې سیالۍ د نومبر له ۱۱مې تر ۱۳مې نېټې پورې د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د «مبادله ارینا» په ورزشي مرکز کې ترسره شوې دي.

د متحده عربي اماراتو د جوجیتسو فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دغو سیالیو کې د بېلابېلو عمرونو، وزنونو او ورزشي څانګو ځوانو لوبغاړو ګډون کړی دی.

د ابوظبۍ دغه سیالۍ د جوجیتسو د نړیوالو سیالیو د یوې پراخې لړۍ برخه ده چې په روانه میاشت کې په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي. په دې لړۍ کې د ځوانانو، اماتورانو، مسلکي لوبغاړو، د ماسټرانو او د ځانګړو اړتیاوو لرونکو ورزشکارانو سیالۍ هم شاملې دي.

د صوفیا سروري دا لاسته راوړنه په نړیوالو ورزشي سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو د ګډون او لاسته راوړنو یوه بله بېلګه ده. نوموړې په داسې حال کې د نړۍ په کچه دویم مقام ترلاسه کوي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر ورزشي فعالیتونو محدودیتونه د هغوی د ګډون فرصتونه محدود کړي دي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising