لټون

سویس د افغان کډوالو لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ غوښتنه کړې

22 لړم 1405 - 20:33 101 views
سویس د افغان کډوالو لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ غوښتنه کړې
سویس په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه د SSAR غړو هېوادونو غونډه جوړه کړې او د اوږدمهاله ملاتړ او خوندي بېرته ادغام غوښتنه یې کړې ده.

سویس په پاکستان کې د افغان کډوالو د وضعیت، د هغوی پر وړاندې د روانو ستونزو او د اوږدمهاله حل‌لارو په اړه د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره د یو شمېر هېوادونو د ډیپلوماتیکو استازو غونډه جوړه کړې ده.

په پاکستان کې د سویس سفارت د معلوماتو له مخې، دغه غونډه د نومبر په ۱۲مه د افغان کډوالو د حل‌لارې د ملاتړ د پلاتفورم (SSAR) د مشر هېواد په توګه د سویس له لوري جوړه شوې وه. په دې غونډه کې د یاد پلاتفورم د غړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو استازو مشرانو ګډون کړی و.

د غونډې اصلي بحثونه په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وړاندې د وروستیو بدلونونو، د هغوی د روانو ستونزو او د کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اهمیت راڅرخېدل.

د پاکستان لپاره د سویس سفیر سټېفان رې په دې اړه ویلي، د افغان کډوالو لپاره د دوامدار راتلونکي رامنځته کول یوازې په بېړنیو بشري مرستو نه شي ممکن کېدای، بلکې په افغانستان کې د هغوی د خوندي او باعزته بېرته ادغام لپاره اوږدمهاله ملاتړ، د بیا رغونې زمینه او ثبات ته اړتیا ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغان کډوالو د ستونزې د حل لپاره باید د سیمې هېوادونه هم ګډ مسؤلیت پر غاړه واخلي.

د افغان کډوالو د وضعیت په اړه سیمه‌ییزې اندېښنې

دا غونډه په داسې وخت کې جوړېږي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر دوام لري او ګڼ شمېر کورنۍ له اقتصادي، ټولنیزو او بشري ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر تر ۳۱مې پورې د شمېرو له مخې، په همدې کال کې له پاکستان څخه ۷۲۴ زره او ۶۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په دې شمېر کې ۷۱ زره او ۳۰۰ کسان په زور ایستل شوي دي.

ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د راستنېدونکو لپاره د سرپناه، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، د کار فرصتونو او نورو لومړنیو اړتیاوو برابرول له مهمو ننګونو څخه دي.

SSAR څه ډول چوکاټ دی؟

د افغان کډوالو د حل‌لارې ستراتیژي (SSAR) په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان، پاکستان او ایران په ګډون او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ملاتړ رامنځته شوه.

د دې ستراتیژۍ موخه د افغان کډوالو لپاره د دوامدارو حل‌لارو موندل، د هغوی د کوربه هېوادونو ملاتړ، په افغانستان کې د بېرته ادغام زمینه برابرول او د نړیوالې ټولنې ترمنځ د مسؤلیتونو شریکول دي.

په ۲۰۱۹ کال کې د دې ستراتیژۍ د ملاتړ لپاره نړیوال پلاتفورم جوړ شو او سویس د ۲۰۲۶ کال په مارچ کې د هالنډ پر ځای د دغه پلاتفورم مشري پر غاړه واخیسته.

د سویس په مشرۍ د ۲۰۲۶ کال له لومړیتوبونو څخه د سیمه‌ییزې همغږۍ پیاوړتیا، د کډوالو د وضعیت په اړه د نړیوالې ټولنې د پام ساتل او د خوندي او دوامدارو حل‌لارو عملي کول یاد شوي دي.

د دې غونډې جوړېدل په داسې حال کې د افغان کډوالو د موضوع پر سیمه‌ییز اهمیت د ټینګار څرګندونه کوي چې د پاکستان او ایران څخه د افغانانو د راستنېدو بهیر د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت لا زیات فشار راوستی دی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising