لټون

د شمالي کوریا هکرانو ۴۰۰ میلیونه ډالره کریپټو اسعار غلا کړي

22 لړم 1405 - 09:36 65 views
د شمالي کوریا هکرانو ۴۰۰ میلیونه ډالره کریپټو اسعار غلا کړي
امریکا وايي، د شمالي کوریا هکرانو د جعلي ویډیويي غونډو او مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره په تېرو ۱۸ میاشتو کې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کریپټو اسعار غلا کړي دي.

د امریکا فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) ویلي، د شمالي کوریا پورې تړلو هکرانو په تېرو ۱۸ میاشتو کې د جعلي ویډیويي اړیکو او سایبري بریدونو له لارې د ۴۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت کریپټو اسعار غلا کړي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، هکران د «FaceStealer» په نوم د یوې سایبري دوکې له لارې خپل قربانیان په جعلي ویډیويي غونډو کې ګډون ته هڅوي. دوی د زوم (Zoom)، مایکروسافټ ټیمز (Microsoft Teams) او ګوګل مېټ (Google Meet) په څېر پروګرامونو ته ورته جعلي نسخې کاروي.

په دې طریقه کې هکران لومړی د قربانیانو د هغو ملګرو او پېژندل شویو کسانو ټولنیزې رسنۍ او د اړیکو حسابونه هک کوي چې مخکې یې ورسره اړیکې لرلې وي. وروسته د همدغو کسانو په نوم د ویډیويي غونډو بلنې لېږي او د هغوی له پټو ثبت شویو ویډیوګانو او انځورونو څخه د باور رامنځته کولو لپاره ګټه اخلي.

کله چې قربانیان په غونډه کې ګډون وکړي، له یوې جعلي تخنیکي ستونزې سره مخ کېږي او ورته ویل کېږي چې د ستونزې د حل لپاره پر یوه لینک کلیک وکړي. خو دغه لینک په حقیقت کې د زیان‌رسوونکي پروګرام د نصبېدو لامل کېږي چې له لارې یې هکران د قرباني کمپیوټر او ټولنیزو رسنیو حسابونو ته لاسرسی پیدا کوي.

هکران وروسته د قربانیانو د اړیکو له لېست څخه د نورو کسانو د غولولو او په نښه کولو لپاره کار اخلي او په دې توګه د بریدونو لړۍ پراخوي.

د FBI په وینا، تر دې دمه د دې بریدونو له قربانیانو څخه د وېب‌کېمرو څه باندې ۹۰۰ ویډیوګانې هم پېژندل شوې او ضبط شوې دي. هکران د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د کریپټو اسعارو او بلاک‌چېن په صنعت کې د مشهورو او بانفوذه څېرو جعلي ویډیوګانې هم جوړوي، څو د خلکو باور ترلاسه کړي.

د FBI په وینا، د دې بریدونو تر شا د شمالي کوریا د هکرانو یوه ډله ده چې د «Sapphire Sleet» او «UNC1069» په نومونو پېژندل کېږي.

په همدې تړاو، د امریکا د عدلیې وزارت د نومبر په ۱۲مه اعلان وکړ چې د «FaceStealer» په عملیاتو کې د هکرانو له لوري کارول کېدونکی انلاین زېربنايي سیستم یې هم ګډوډ کړی دی. امریکايي چارواکي وايي، دغه بریدونه یوازې د کریپټو اسعارو غلا ته محدود نه دي، بلکې د پرانیستې سرچینې سافټویرونو د جوړوونکو او پراختیاکوونکو د حسابونو د نیولو هڅې هم پکې شاملې دي.

د یادونې وړ ده چې د شمالي کوریا د هکرانو دا ډله له هغو نورو هکرانو جلا بلل شوې چې د بایننس کریپټو اسعارو د تبادلې له شاوخوا ۶.۳ میلیارد ډالرو برید سره تړاو ورکړل شوی دی. د امریکا عدلیې وزارت په یوه جلا اقدام کې د بایننس له غلا شویو شتمنیو څخه د څه باندې ۱.۲ میلیارد ډالرو د ضبط یا کنګل کولو لپاره هم د محکمې اجازه ترلاسه کړې ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising