لټون

د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته ورسېد؛ اقتصادي تړون لاسلیکوي

21 لړم 1405 - 15:07 59 views
د روسیې لوړپوړی پلاوی کابل ته ورسېد؛ اقتصادي تړون لاسلیکوي
د الکسي اوورچوک په مشرۍ د روسیې پلاوی کابل ته رسېدلی؛ تمه ده له طالبانو سره د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانسپورټ او پانګونې په برخو کې تړون لاسلیک کړي.
د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اوورچوک په مشرۍ یو لوړپوړی اقتصادي پلاوی د پنجشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی او د طالبانو د چارواکو له خوا یې هرکلی شوی دی. ټاکل شوې د دغه سفر پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو یو بین‌الحکومتي سند هم لاسلیک شي.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت ویلي، چې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په ارګ کې د روسیې پلاوي ته هرکلی ووایه.

د فطرت په وینا، تمه ده اوورچوک د سفر په ترڅ کې د طالبانو له رییس‌الوزرا ملا محمدحسن اخوند، اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره وګوري.

د دغو لیدنو په اجنډا کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ټرانسپورټي اړیکو پراختیا، د پانګونې فرصتونه او د ګډو اقتصادي پروژو عملي کول شامل دي.

د اقتصادي همکاریو د تړون جزئیات

په کابل کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب‌الله تر دې وړاندې ویلي وو، چې د اوورچوک د سفر پر مهال به د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو یو بین‌الحکومتي سند لاسلیک شي.

د نوموړي په وینا، دغه سند به د سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانسپورټ، روغتیا، کرنې، معلوماتي ټکنالوژۍ، لوژستیک او پانګونې برخې رانغاړي. همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو ویزو د اسانتیاوو موضوع هم پکې شامله ده.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د روان کال د اکتوبر په ۱۶مه ویلي وو، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ سوداګري د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله دوه برابره شوې ده؛ خو هغه ویلي وو چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ عمومي کچه لا هم محدوده ده.

روسیه د ۲۰۲۵ کال په جولای کې لومړنی هېواد شو چې د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه په رسمیت وپېژاند. د اوورچوک دا سفر د کابل او مسکو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په لړ کې ترسره کېږي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising