لټون

یلدا حکیم د رسنیو د ازادۍ په جایزو کې ځانګړې ستاینه ترلاسه کړه

21 لړم 1405 - 10:23 125 views
یلدا حکیم د رسنیو د ازادۍ په جایزو کې ځانګړې ستاینه ترلاسه کړه
افغان‌الاصله خبریاله یلدا حکیم د لندن د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ جایزو کې د کال د ټولنیزو رسنیو خبریالې په برخه کې ځانګړې ستاینه ترلاسه کړه.
افغان‌الاصله خبریاله یلدا حکیم د بریتانیا په لندن ښار کې د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ د جایزو په مراسمو کې د «کال د ټولنیزو رسنیو خبریالې» په برخه کې د ځانګړې ستاینې وړ ګرځېدلې ده.

هغه د «Highly Commended» په نوم ځانګړې ستاینه ترلاسه کړې ده. د دې برخې اصلي جایزه د ډیلي مېل خبریالې میمي یټس ګټلې ده.

د جایزو مراسم د نومبر په ۱۱مه د لندن په «انډرګلوب» تالار کې ترسره شوي وو. د بریتانیا د اېډېټرانو ټولنې په وینا، په دغو مراسمو کې د چاپي، تلویزیوني او ډیجیټلي رسنیو له ۲۰۰ څخه زیاتو خبریالانو او استازو ګډون کړی و.

دا جایزې د خبریالۍ په بېلابېلو برخو کې د غوره کار، څېړنیزو راپورونو، عامه ګټو ته د خدمت او د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ په موخه ورکول کېږي. د ۲۰۲۶ کال په جایزو کې د ټولنیزو رسنیو د خبریالۍ برخه هم له نوو کټګوریو څخه وه.

د یلدا حکیم دا ستاینه د هغې د مسلکي فعالیتونو لپاره یوه مهمه پېژندنه ده، په ځانګړي ډول په داسې حال کې چې نوموړې د سکای نیوز له لارې د نړیوالو پېښو او مهمو سیاسي او امنیتي موضوعاتو په اړه راپورونه وړاندې کوي.
Advertisement Space Available Contact us for advertising