لټون

د ټرمپ نوې طرحه؛ ۶.۳ میلیون امریکایان له خوراکي مرستو بې‌برخې کېدای شي

20 لړم 1405 - 14:17 135 views
د ټرمپ نوې طرحه؛ ۶.۳ میلیون امریکایان له خوراکي مرستو بې‌برخې کېدای شي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د خوراکي مرستو د شرایطو د محدودولو طرحه وړاندې کړې چې د پلي کېدو په صورت کې به ۶.۳ میلیونه کسان له دې مرستو بې برخي شي.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د دولتي خوراکي مرستو د شرایطو د سختولو نوې طرحه وړاندې کړې چې د پلي کېدو په صورت کې به شاوخوا ۶.۳ میلیون امریکایان د خوراکي مرستو له ترلاسه کولو بې‌برخې کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا د کرنې وزارت دغه وړاندیز د SNAP په نوم د خوراکي مرستو پروګرام د شرایطو د محدودولو لپاره وړاندې کړی دی. د دې طرحې موخه دا ده چې د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو لپاره د کورنیو د وړتیا ارزونه په ټولو ایالتونو کې لا محدوده او یوشان کړي.

اوس مهال د امریکا په ۴۶ ایالتونو کې د پراخې اتومات وړتیا تګلاره کارول کېږي. د دې تګلارې له مخې، هغه کورنۍ چې د بېوزلو کورنیو لپاره د لنډمهاله مرستو پروګرام (TANF) له لارې ځینې نغدي یا غیرنغدي خدمات ترلاسه کوي، په ځینو شرایطو کې کولای شي په اتومات ډول د خوراکي مرستو مستحقې وګرځي.

د نوې طرحې له مخې، دغه اتومات وړتیا به محدوده شي او یوازې هغه کورنۍ به له دې لارې د خوراکي مرستو مستحقې وي چې د TANF پروګرام له ټاکل شویو مرستو څخه برخمنې وي. نورې کورنۍ به اړې وي چې د SNAP د عاید او شتمنۍ جلا شرایط پوره کړي.

د امریکا د کرنې وزارت اټکل کړی چې د دې بدلون په پلي کېدو سره به شاوخوا ۳.۲ میلیون کورنۍ، چې ۶.۳ میلیون کسان پکې شامل دي، خپلې خوراکي مرستې له لاسه ورکړي. د وزارت په وینا، دغه شمېر د SNAP د ټولو ګډونوالو نږدې ۱۷.۶ سلنه جوړوي او د طرحې بشپړ اغېز به په ۲۰۲۹ مالي کال کې څرګند شي.

د دې محدودیت اغېزې به د ښوونځیو د وړیا خوړو پر پروګرام هم ولویږي. د کرنې وزارت اټکل کوي چې شاوخوا ۱.۷۸ میلیون ماشومان به نور په اتومات ډول د وړیا ښوونیزو خوړو مستحق نه وي. خو د دغو ماشومانو ډېری به لا هم د کورنیو د عاید پر بنسټ د وړیا یا ارزانه خوړو د ترلاسه کولو وړتیا ولري او د دې لپاره به جلا غوښتنلیک وړاندې کوي.

همدارنګه، د وزارت د اټکل له مخې، شاوخوا ۴۲ زره ماشومان ښايي د اوړي په موسم کې د خوراکي مرستو له پروګرام او ۵۵۰۰ ښځې، ماشومان او نوي زېږېدلي ماشومان د WIC له مرستندویه پروګرام څخه هم د وړتیا د بدلون له امله بې‌برخې شي.

د امریکا د کرنې وزارت وايي، د دې بدلون له لارې به په ۲۰۲۷ تر ۲۰۳۱ کلونو پورې د فدرالي حکومت د خوراکي مرستو لګښت شاوخوا ۴۴.۶۵ میلیارد ډالره راکم شي. د وزارت په باور، دغه اقدام به دولتي مرستې هغو کورنیو ته په نښه کړي چې د فدرالي حکومت له ټاکل شویو شرایطو سره سم یې اړتیا ثابته وي.

خو د امریکا د استازو جرګې د کرنې کمېټې ډیموکراتې غړې انګي کرېګ پر دې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام به د هغو کورنیو لپاره د لومړنیو اړتیاوو پوره کول ستونزمن کړي چې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د راپور له مخې، د ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د مالیاتي او لګښتونو د قانون له بدلونونو وروسته، له ۵.۵ میلیون څخه ډېر امریکایان د خوراکي مرستو له پروګرام څخه وتلي او د دې پروګرام د ګډونوالو شمېر شاوخوا ۳۶ میلیون کسانو ته راټیټ شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د امریکا د کرنې وزارت دغه وړاندیز لا وروستۍ پرېکړه نه ده. د فدرالي ثبت په رسمي سند کې د خلکو د نظرونو د وړاندې کولو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر ۱۰مه ټاکل شوې او تر هغې وروسته به د وړاندیز د وروستي کېدو په اړه پرېکړه کېږي. نو د ۶.۳ میلیون کسانو شمېر د حکومت اټکل دی، نه دا چې دغه کسان همدا اوس له مرستو محروم شوي وي.

Advertisement Space Available Contact us for advertising