لټون

د مدیترانې سمندرګي له لارې د کډوالو د قاچاق پر ضد عملیات؛ ۲۶۲ کسان نیول شوي

20 لړم 1405 - 12:09 49 views
د مدیترانې سمندرګي له لارې د کډوالو د قاچاق پر ضد عملیات؛ ۲۶۲ کسان نیول شوي
Photo: Interpol انټرپول د مدیترانې او اتلانتیک سمندري لارو د کډوالو د قاچاق پر ضد عملیاتو کې د ۲۶۲ کسانو نیولو، د ۴۱ جنایي ډلو پېژندلو او د ۴۳۴ قضیو د څېړنې خبر ورکړی.

د انټرپول په مشرۍ د مدیترانې سمندرګي او د لوېدیځې افریقا د اتلانتیک سمندر له لارې د کډوالو د قاچاق د مخنیوي په موخه د نړیوالو عملیاتو په ترڅ کې ۲۶۲ کسان نیول شوي او د ۴۳۴ نویو قضیو څېړنې پیل شوې دي.

د انټرپول د راپور له مخې، دغه عملیات د څلورو ورځو لپاره ترسره شوي او د شمالي او لوېدیځې افریقا، سویلي اروپا او منځني ختیځ د ۱۶ هېوادونو امنیتي او سرحدي ادارو پکې ګډون درلود.

د راپور له مخې، په دغو عملیاتو کې ۴۱ منظمې جنایي ډلې چې د کډوالو په قاچاق کې ښکېلې وې، پېژندل شوې دي. همدارنګه، امنیتي ځواکونو د انسانانو د قاچاق ۱۰۹ احتمالي قربانیان پېژندلي او ۱۷۱۵ ناقانونه کډوال یې موندلي دي.

انټرپول ویلي، چې د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو له ۳۷۸ زرو څخه د زیاتو کسانو هویتونه او اسناد څېړلي، د کډوالو د تګ راتګ مهمې لارې یې څارلې او په مهمو سرحدي سیمو کې یې پلټنې پیاوړې کړې دي.

په دغو عملیاتو کې د لیبیا چارواکو د انسانانو د قاچاق ۳۴ احتمالي قربانیان ژغورلي او درې کسان یې د یوې جنایي ډلې سره د تړاو په شک نیولي دي. دغه ډله د انسانانو او کډوالو په قاچاق او باج اخیستلو تورنه ده.

د انټرپول په وینا، په عملیاتو کې د اروپا د پولیسو ادارې (یوروپول)، د اروپایي سرحدونو او ساحلي ساتنې ادارې (فرونټکس)، افریپول، د کډوالۍ نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو دفتر هم همکاري کړې ده. د دغو عملیاتو لګښت د اروپایي ټولنې له خوا ورکړل شوی دی.

انټرپول وايي، د عملیاتو په ترڅ کې راټول شوي معلومات او د نویو قضیو پرانیستل کېدل ښايي په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې د نورو نیونو او څېړنو لامل شي.


Advertisement Space Available Contact us for advertising