په څېړنه کې له امریکایي استخباراتي ادارې (اېفبيآی) او د امریکا له پوځ سره ګډ کار کوي. پولیسو د ګلوسټرشایر په دوو بېلابېلو ځایونو کې هم د پلټنو بهیر پیل کړی دی.
د بریتانیا پولیسو تایید کړې چې د جاسوسۍ تورونه له روسیې سره تړاو لري او نیول شوی افسر اوس مهال په لندن کې د پولیسو په یوه مرکز کې ساتل کېږي.
د اېفبيآی مشر، کش پټېل، د دغه افسر نیول کېدل د امریکا او متحدینو لپاره یوه مهمه موضوع بللې او ویلي یې دي چې د ملي امنیت په اړه د ژمنو ماتولو او د متحدینو امنیت ته د ګواښ جوړولو پر وړاندې هېڅ ډول زغم نه لري.
د بریتانیا د ترهګرۍ ضد پولیسو لوړپوړې چارواکې، ویکي ایونز، هم ویلي چې دا نیونه د بریتانیا او امریکا د امنیتي ادارو د نږدې همکارۍ پایله ده او څېړنې لا هم روانې دي.
تر اوسه د نیول شوي افسر هویت او دا چې په احتمالي توګه یې کوم معلومات افشا کړي، نه دي په ډاګه شوي. همدارنګه، د هغه پر وړاندې تورونه لا نه دي په محکمه کې ثابت شوي.