لټون

په ایران کې د درېیو ورځو په ترڅ کې درې افغان کارګران مړه شوي دي

19 لړم 1405 - 18:08 18 views
په ایران کې د درېیو ورځو په ترڅ کې درې افغان کارګران مړه شوي دي
د ایران په یزد ولایت کې د میبد ښار په درېیو جلا کاري پېښو کې درې افغان کارګران مړه شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښې د لړم له ۱۵مې تر ۱۸مې نېټې پورې په جلا جلا ځایونو کې شوې دي. په لومړۍ پېښه کې یو افغان کارګر د شګو په فابریکه کې د کار پر مهال له باروړونکي موټر سره د ټکر له امله مړ شوی دی.

په دویمه پېښه کې یو بل افغان کارګر د کاشي جوړولو په فابریکه کې د لېږدوونکي پټلۍ د پاکولو پر مهال په ماشین کې نښتی او ژوند یې بایللی دی. درېیم کارګر چې ۲۳ کلن و، د څاه کېندلو پر مهال څاه ته لوېدلی او مړ شوی دی.

د کارګرانو د حقونو د مدافع بنسټونو په وینا، ډېری افغانان په افغانستان کې د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له امله ایران ته د کار لپاره ځي؛ خو د هغوی یوه برخه له قانوني اسنادو او خوندي کاري چاپېریال پرته کار کوي او له ګڼو خطرونو سره مخ وي.

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو درېیو افغان کارګرانو د پېښو او د هغوی د حقونو د تامین په اړه څرګندونې نه دي کړي.

Advertisement Space Available Contact us for advertising