د کانګرس غړو جېسن کرو او سام لیکاردو د افغان متحدینو د ملاتړ لپاره د امریکا په کانګرس کې د رایې اچونې د ترسره کولو په موخه یو نوی ګام پورته کړی دی.
کرو په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې نوموړي له لیکاردو سره یوځای د «ډسچارج پټېشن» غوښتنه ثبت کړې، څو د افغان متحدینو د خوندیتوب اړوند طرحه د کانګرس د رایې لپاره وړاندې شي. هغه ویلي، ډېرو افغانانو د امریکایي سرتېرو د ساتنې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړی او امریکا باید له هغوی سره کړې ژمنه پر ځای کړي.
د امریکا د استازو جرګې د رسمي معلوماتو له مخې، دا غوښتنلیک د نومبر په ۹مه ثبت شوی او تر اوسه یې ۲۱ غړو لاسلیک کړی دی. د غوښتنلیک د بریالیتوب لپاره د ۲۱۸ غړو لاسلیکونو ته اړتیا ده؛ په دې صورت کې به د افغانانو د لنډمهاله خوندي وضعیت (TPS) د بېرته اعادې طرحه د جرګې د رایې لپاره وړاندې شي.
یاده طرحه چې د ۲۰۲۶ کال د افغانستان د TPS قانون په نوم پېژندل کېږي، په امریکا کې مېشتو افغانانو ته د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې د لنډمهاله خوندي وضعیت د بېرته ورکولو وړاندیز کوي. دا وضعیت د ایستلو پر وړاندې خوندیتوب او د کار اجازه برابروي؛ خو د کانګرس د جرګې او سنا تصویب ته اړتیا لري.