د انوېډیا (Nvidia) اجرائیوي مشر، جنسن هوانګ، له یوې چینایي سوداګرې سره د اړیکې لرلو او له خپلې مېرمنې سره د بېوفایۍ خبره منلې ده. دا موضوع وروسته له هغې جنجالي شوې، چې امریکایي استخباراتي چارواکو د راپورونو له مخې شک څرګند کړی، چې دغه ښځه د چین د استخباراتو لپاره کار کوي او هڅه یې کړې چې د انوېډیا د مشر په اړه معلومات راټول کړي.
هوانګ د یکشنبې په ورځ د شرکت کارکوونکو ته په یوه پیغام کې لیکلي: «ما له خپلې مېرمنې سره بېوفایي کړې ده. زما کړنو هغې او ماشومانو ته زیان رسولی او د دې کار لپاره هېڅ پلمه نه لرم.» نوموړی له خپلې مېرمنې لوري سره له ۱۹۸۵ کال راهیسې واده لري.
د فرانسې خبري اژانس (AFP) د راپور له مخې، د هوانګ دا اعتراف وروسته له هغې وشو، چې نیویارک ټایمز راپور ورکړی و، امریکایي استخباراتي ادارې باور لري چې الیس هوانګ د چین لپاره معلومات راټولول. الیس هوانګ د انوېډیا له مشر سره د کورنۍ اړیکه نه لري.
الیس هوانګ څوک ده؟
الیس هوانګ، چې په «هوانګ لې» هم پېژندل کېږي، د مېګاسپېډ (Megaspeed) په نوم د سنګاپور مېشت شرکت پخوانۍ لوړپوړې اجرائیوي چارواکې ده. دغه شرکت د معلوماتو د مرکزونو په برخه کې فعالیت کوي او د انوېډیا د چپونو په کارولو د کمپیوټري ځواک د کرایې خدمتونه وړاندې کوي.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، الیس هوانګ او جنسن هوانګ په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې د تایوان په پلازمېنه تایپي کې په ګډه لیدل شوي او انځورونه یې هم خپاره شوي دي.
نیویارک ټایمز لیکلي، چې د امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ په خپور شوي یوه محرمانه یادښت کې داسې استخباراتي معلومات شامل وو، چې الیس هوانګ د چین د دولتي امنیت وزارت له خوا ګومارل شوې وه، څو د انوېډیا د مشر په اړه معلومات راټول او ښايي د چین لپاره د پرمختللو چپونو د پلور په برخه کې د دغه شرکت پر دریځ اغېز وکړي.
د راپورونو له مخې، د سنګاپور او تایوان چارواکو هم د هغې د اړیکو په اړه شکونه لرل؛ خو اوس مهال د هغې د ځای په اړه کره معلومات نشته.
د انوېډیا او چین ترمنځ د چپونو موضوع
مېګاسپېډ شرکت د امریکایي چارواکو تر څېړنې لاندې دی. شک کېږي، چې دغه شرکت چین ته د هغو پرمختللو چپونو په قاچاق کې مرسته کړې، چې پلور یې محدود شوی دی. د امریکا د عدلیې وزارت هم د دې شرکت په اړه فدرالي څېړنه پر مخ وړي. خو مېګاسپېډ مخکې ځان یو قانوني او د مقرراتو پابند شرکت بللی دی.
چین د جاسوسۍ تورونه رد کړي دي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګوو جیاکون ویلي، چې د «چینایي جاسوسې» په اړه ادعاوې بېاساسه دي او د چین د بدنامولو هڅه ده.
ولې دا موضوع مهمه ده؟
انوېډیا د مصنوعي ځیرکتیا د ماډلونو د روزنې او چلولو لپاره د چپونو په نړیوال بازار کې شاوخوا ۹۰ سلنه ونډه لري. امریکا له ۲۰۲۲ کال راهیسې چین ته د پرمختللو چپونو پر پلور محدودیتونه لګولي دي.
جنسن هوانګ د مصنوعي ځیرکتیا په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مهمو غیررسمي سلاکارانو څخه هم ګڼل کېږي. د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د استخباراتي چارواکو شکونه هغه مهال هم موجود وو، چې هوانګ سپینې ماڼۍ ته د چین لپاره د انوېډیا د چپونو د پلور د اجازې ورکولو غوښتنه کوله.
ټرمپ شاوخوا یو کال مخکې د دې استخباراتي معلوماتو په اړه خبر شوی و، خو د راپورونو له مخې یې اقدام نه و کړی. نوموړي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د هوانګ پر وړاندې د اقدام نه کولو په اړه پښېمانه نه دی او هغه یې «دروند سړی» وباله.
د انوېډیا د مدیره پلاوي غبرګون
د انوېډیا مدیره پلاوي د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د موضوع په اړه یې خپلواکه څېړنه پیل کړې ده. دغه پلاوي ویلي، چې تر اوسه داسې دلیل نه لري چې وښيي د شرکت ملي امنیتي معلومات یا سوداګریز رازونه افشا شوي دي؛ خو ټول شته معلومات به وڅېړي.
د راپورونو له مخې، د خپلواکو مدیرانو یوه کمېټه به د بهرنیو حقوقي سلاکارانو په مرسته څېړنه پر مخ وړي او جنسن هوانګ به په دې موده کې د اجرائیوي مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکوي.
راتلونکی پړاو
د امریکا د استازو جرګې د جمهوريپالو کمېټو ځینو مشرانو له هوانګ غوښتي، چې د نومبر په ۱۸مه په واشنګټن کې د انوېډیا د امنیتي تګلارو په اړه یوې تړلې غونډې ته حاضر شي.
د یارکوېل آېوز شرکت شنونکي ډان آېوز ویلي، چې دا موضوع ښايي په کانګرس کې د څو څېړنو لامل شي. هغه اټکل کړی، چې هوانګ به په لنډمهاله توګه خپله دنده وساتي؛ خو د داخلي څېړنې پایلې به د هغه پر راتلونکي اغېز ولري.
د اسیا ګروپ شنونکي جورج چن بیا ویلي، چې د بشپړو شواهدو له څرګندېدو مخکې د جنسن هوانګ د ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه ګڼل له وخته مخکې خبره ده.