لټون

پخوانی هندي افسر: امریکا د پاکستان له ملکي حکومتونو سره د پوځ اړیکو ته ډېر اهمیت ورکړی

17 لړم 1405 - 18:09 79 views
پخوانی هندي افسر: امریکا د پاکستان له ملکي حکومتونو سره د پوځ اړیکو ته ډېر اهمیت ورکړی
د هند پخوانی پوځي افسر ګاوراو آریا ادعا کوي چې امریکا د پاکستان له ملکي حکومتونو سره په پرتله له پوځ سره ډېرې نږدې اړیکې ساتلې دي.

د هند د پوځ پخواني افسر، ګاوراو آریا، له پاکستاني پوځ سره د امریکا د نږدې اړیکو په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن د کلونو په اوږدو کې د پاکستان له ملکي حکومتونو سره په پرتله له پوځي بنسټونو سره ډېر تعامل کړی دی.

آریا په هغه مرکه کې چې د «ټایمز اف انډیا» له لوري خپره شوې، ادعا کړې چې امریکايي چارواکو په بېلابېلو پړاوونو کې د پاکستان پوځ د دغه هېواد له ملکي مشرانو څخه د باور وړ شریک بللی دی.

نوموړي همداراز ویلي، د پاکستان پوځي بنسټونه د دغه هېواد په سیاسي او امنیتي پرېکړو کې پراخ نفوذ لري؛ هغه موضوع چې له کلونو راهیسې د جنوبي اسیا په سیاسي او امنیتي بحثونو کې مطرح ده.

د هند د دغه پخواني پوځي افسر څرګندونې د پاکستان په کورني سیاست، سیمه‌ییز امنیت او بهرنیو اړیکو کې د پوځ د رول په اړه د هغه شخصي لیدلوری څرګندوي.

تر اوسه د امریکا او پاکستان چارواکو د نوموړي د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.


Advertisement Space Available Contact us for advertising