لټون

الفلاح بانک له افغانستانه وځي او شتمنۍ غضنفر بانک ته سپارلي

17 لړم 1405 - 07:43 51 views
الفلاح بانک له افغانستانه وځي او شتمنۍ غضنفر بانک ته سپارلي
الفلاح بانک له افغانستانه د خپلو ټولو بانکي شتمنیو او فعالیتونو د غضنفر بانک ته تر سپارلو وروسته وځي.

د پاکستان الفلاح بانک له شاوخوا دوو لسیزو فعالیت وروسته له افغانستانه وځي او خپلې ټولې شتمنۍ او بانکي چارې یې خصوصي غضنفر بانک ته سپارلې دي.

دغه بانک په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د شتمنیو د پلور معامله د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه، د وروستیو هوکړه‌لیکونو له لاسلیک، د پاکستان او افغانستان د مرکزي بانکونو له اړینو تاییدونو او د قانوني شرایطو له بشپړېدو وروسته نهايي شوې ده.

د الفلاح بانک په وینا، د معاملې له نهايي کېدو سره یې په افغانستان کې بانکي فعالیتونه درېدلي او د څانګو د تړلو بهیر به د اړوندو قوانینو او مقرراتو له مخې دوام وکړي.

تر دې وړاندې، دغه بانک له خپلو پېرېدونکو غوښتي وو چې د حسابونو او سپماوو د غضنفر بانک ته د لېږدولو، یا د پیسو د ایستلو او حسابونو د تړلو په اړه پرېکړه وکړي. بانک ویلي وو، هغه حسابونه او شتمنۍ چې د ټاکل شوې مودې تر پایه یې د مالکانو له خوا مشخصې لارښوونې نه وي ترلاسه کړې، غضنفر بانک ته به ولېږدول شي.

الفلاح بانک په ۲۰۰۵ کال کې په افغانستان کې فعالیت پیل کړی و او په کابل او هرات کې یې د څانګو له لارې دودیزې او اسلامي بانکي چارې ترسره کولې.

د دغه بانک د پلور موضوع شاوخوا لس میاشتې وړاندې مطرح شوې وه، خو دواړو بانکونو تر اوسه د دې پرېکړې د لامل په اړه څرګندونې نه دي کړې.

ځینې اقتصادي شنونکي باور لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو محدودېدل، زیاتېدونکي سیاسي کړکېچونه او سرحدي نښتې ښايي د الفلاح بانک پر پرېکړه اغېز کړی وي. خو د بانک له لوري د وتلو رسمي دلیل نه دی اعلان شوی.

د الفلاح بانک وتل داسې مهال دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له نږدې دوو کلونو راهیسې ترینګلې دي. د سرحدي نښتو او د پاکستان له لوري د کابل او د افغانستان د ځینو نورو سیمو د بمبارۍ له امله، د ۱۴۰۳ کال د حوت له میاشتې راهیسې ځینې مهمې پولې او سوداګریزې لارې څو ځله تړل شوې دي.

الفلاح بانک د پاکستان له لویو خصوصي مالي بنسټونو څخه دی او د افغانستان ترڅنګ په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم فعالیت لري.


Advertisement Space Available Contact us for advertising