لټون

د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان د دوو وکیلانو پر بند محکومولو نیوکه کړې

16 لړم 1405 - 14:27 70 views
د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان د دوو وکیلانو پر بند محکومولو نیوکه کړې
د بښنې نړیوال سازمان په ګډون ۲۳ سازمانونو د پاکستان د بشري حقونو د دوو وکیلانو د بند سزا غندلې او د ترهګرۍ ضد قوانینو پر کارولو یې اندېښنه ښودلې ده.

د بښنې نړیوال سازمان په ګډون ۲۳ د بشري حقونو سازمانونو د پاکستان د دوو پېژندل شویو بشري حقونو مدافع وکیلانو، ایمان زینب مزاري حذیر او هادي علي چټه، د بند پر سزا محکومول غندلي دي.

دغو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې د پاکستان محکمې دغه دوه وکیلان د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې په لسو کلونو او د دغه هېواد د جزا قانون له مخې په درېیو کلونو بند محکوم کړي دي.

اعلامیه زیاتوي چې دا پرېکړه د دغو دوو وکیلانو پر وړاندې د قضایي نظام د ناوړه کارونې د پراخېدو نښه ده او د ترهګرۍ ضد هغو قوانینو په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي چې د بشري حقونو په برخه کې د قانوني فعالیتونو د ترسره کوونکو وکیلانو د مجازات او وېرولو لپاره کارول کېږي.

د بشري حقونو سازمانونو ویلي، د وکیلانو، د بشري حقونو د مدافعانو او د بیان د ازادۍ د ملاتړ په برخه کې د دوی قانوني فعالیتونه باید د جرم په توګه ونه ګڼل شي.

دوی د دغو محکومیتونو په اړه اندېښنه ښودلې او د پاکستان د قضایي نظام له لوري د قانون د کارونې او د بشري حقونو د مدافعانو د خوندیتوب مسئله یې یو ځل بیا مطرح کړې ده.


Advertisement Space Available Contact us for advertising